د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د کرکټ افغان ملي لوبډله: قطر کې مو تمرینات په شدت روان دي


افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وايي، په قطر کې یې د نړیوال جام د مسابقو لپاره چمتووالی او تمرینات په شدت روان دي.

د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي، حضرت الله ځاځي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د نړیوال جام لپاره مو دلته ښه چمتووالی پیل کړی او تمرینات مو روان دي. که خدای کول موږ ښه خواري کړې او چمتووالی مو نیولی، ستاسو د هېوادوالو د دعاګانو په هیله."

د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام مسابقې په متحده عرب اماراتو کې کېږي چې د افغانستان لومړۍ مسابقه به د اکتوبر پر ۲۵ مه وي.

افغانستان په دویمه لوبه کې د اکټوبر پر ۲۹مه له پاکستان سره مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG