د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له قطر متحده عربي اماراتو ته روان دی


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ملي ټیم لوبغاړي قطر ته رسېدلي او ژر به متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

متحده عربي امارات د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام کوربه دی چې تمه ده په ۱۰ ورځو کې پیل شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي قطر ته راورسېدل. افغان لوبغاړي به ډېر ژر له قطر څخه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي څو هلته په نړیوال جام کې ګډون وکړي. افغان ټیم د نړیوال جام لپاره په بېلابېلو برخو کې خپل تمریناتي کمپونه ترسره کړي او له بشپړ چمتووالي سره به په نړیوال جام کې ولوبېږي."

د شل اوریز کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۲۵مه ده چې لا یې سیال نه‌دی معلوم، خو په دوهمه لوبه کې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره مخ کېږي.

افغان ټیم به د نړیوال جام په ګروپي او ۱۲ غوره دور کې ټولټال پنځه لوبې ولري او د بریا په صورت کې به مخته ځي او د نورو لوبو چانس به هم خپل کړي.

XS
SM
MD
LG