د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

کوټه کې زلزلې ۲۰ تنه وژلي او له۳۰۰ زیات یې ژوبل کړي دي


بلوچستان کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او ۳۰۰ یې ژوبل کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:14 0:00

بلوچستان کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او ۳۰۰ یې ژوبل کړي

د پنځه اعشاریه اووه ریښتر درجې په کچه زلزلې د پاکستان جنوبي سیمې نن سهار وختي ولړزولې.

دا زلزله هغه مهال وشوه چې اکثر خلک ویده وو. د پاکستان د طبیعي پېښو د چارو د ادارې په وینا دې زلزلې لږ تر لږه شل تنه وژلي او تر درې سوه ډېر یې ټپیان کړي دي.

ژغورنکي وایي، ډېر تلفات ښځو او ماشومانو ته اوښتي دي.

د امریکا د متحد ایالاتونو د جیولوجي سروې د دفتر په وینا د دې زلزلې مرکز د بلوچستان د مرکز کوټې ختیځ ته په یو سل او دوه کیلومتره کې و او ژوروالی یې شل کیلومتره ته رسیږي.

د دې زلزلې له امله تر سلو ډېر خام کورونه نړیدلې دي. په ټلوېزیوني راپورونو کې ښکاري چې د یو شمېر کورونو په دیوالونو کې درزونه پیدا شوي دي او بامونه سوري شوي دي.

د بلوچستان په هرنایي ښار کې د ښار مرستیال کمېشنر نور محمد ناصر ازادي راډیو ته وویل: "دا د شپې په تقریباً درې بجې وه، زه په خپله په کوټه کې وم. دلته په کوټه کې هم احساس شوه، په شااوخوا نورو سیمو کې هم احساس شوې ده، خو مرکز یې په هرنایي کې و. هلته زیاته وه او هلته یې زیات زیان اړولی دی."

په خواله رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره شوي دي چې د زلزلې پر مهال کورونه خوځي او وسایل ښوري.

خلک بیا له ویرې لارو کوڅو ته راووتل، جيو ټلوېزیون د امنیتي کمرو تصویرونه خپاره کړي دي چې په کې ان ټرانسپورټي لارۍ د زلزلې پر مهال خوځي.

ژغورونکو د شپې په تیاره کې د خلکو پلټنه کوله او د ځینو ټپیانو درملنه یې د موبایلونو څراغونو ته وکړه.

دا زلزله د شپې د یوې بجې خوا ته وشوه. رویټرز اژانس څرګندوي چې یو شمېر جدي ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته انتقال شوي دي او امبولانسونو ته انتظار دي چې د کوټې مرکزي روغتونونو ته ولیږدي.

د پاکستان دولتي اژانس اسوشیټېډ پرېس وایي چې پوځي هلیکوپټر لږ تر لږه نهه تنه کوټې ته د درملنې لپاره انتقال کړي دي.

پاکستان هغه هېواد دی چې زلزلې په کې نسبتاً ډېرې کېږي. په کوټه کې د نولس سوه پنځه دیرشم کال زلزله مشهوره ده چې د اووه اعشاریه اووه ریښتر درجې دې زلزلې د دیرشو او شپېتو زرو ترمنځ کسان وژلي وو او د ښار ډېره برخه یې نړولې وه.

په دوه زره شپږم کال کې د اووه اعشاریه شپږ ریښتر زلزلې چې مرکز یې د اسلام اباد شمال ختیځ کې په شااوخوا پنځه نوي کیلومتره کې و، د نژدې درې اویا زره کسانو ژوند واخېست.

XS
SM
MD
LG