د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

فوټبالر ندیم امیري جرمني کې له دېره افغان کډوالو سره مرسته کوي


جرمني کې افغان کډوال
جرمني کې افغان کډوال

د جرمني د بایر لېورکوزین د فوټبال لوبډلې غړی ندیم امیري چې افغاني ریښې لري، د جرمني د فوټبال له فدراسیون او د کډوالو لپاره له یوې خیریه ټولنې سره په ګډه په جرمني کې له دېره افغان کډوالو سره مرسته کوي.

۲۴ کلن امیري د پنجشنبې په ورځ په شتوتګارت کې د کډوالو یو کمپ ته ولاړ او دا کډوال یې د جرمني او ارمنستان ترمنځ د یکشنبې ورځې لوبې ته وبلل.

'ډي. پي.اې' خبري اژانس د امیري له قوله لیکلي دي چې نوموړی وایي، ما ته په دې کې برخه کې هېڅ پوښتنه پیدا نه شوه چې باید جرمني ته له راغلو افغانانو سره مرسته وکړم ځکه زما کورنۍ هم یو وخت دا کار کړی و.

XS
SM
MD
LG