د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

کابل هوايي ډګر کې د تخنیکي ټیمونو د ترمیم چارې څه ډول مخ ته ځي؟


کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر
کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د افغانستان د ملکي هوایي چلن ادارې د الوتنو د خوندیتوب د سټنډرډ عمومي رئیس غلام جیلاني وفا وایي، نړیوالو ملکي الوتنو ته د دې هوایي ډګر د بیا چمتو کولو لپاره چټکې هلې ځلې روانې او دوی هیله‌من دي چې په څه باندې یوه اوونۍ کې به دغه هوایي ډګر د حداقل ملکي الوتنو لپاره چمتو شي.

د اګسټ له ۱۵مې چې طالبانو کابل نیولی، د کابل له هوایي ډګره د ملکي الوتنو فعالیت بند شوی. د دې ډګر ډېر تخنیکي وسایل او تجهیزات ویجاړ شوي یا ورته ډېر زیان رسېدلی دی.

په دې اړه نوریاس نوري له ښاغلي وفا سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي چې د تخنیکي ټیمونو د ترمیم چارې څه ډول مخ ته ځي او کله به دا هوایي ډګر ملکي الوتنو ته چمتو کېږي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG