د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د طالبانو بریدونه؛ نن یې د کونړ اسعد اباد او د پکتیکا ښرنه ښارونه ونیول


ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد
ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد

طالبانو د افغانستان د ۱۸ ولایتونو پر ښارونو د ولکې له ټینګولو وروسته، نن د افغانستان په ختیځ کې هم پرمختک کړی او د کونړ مرکز اسعداباد ښار یې نیولی دی.

سیمه کې ځايي خلکو او د ولایتي شورا یوه غړي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو له یوې لنډې نښتې وروسته، د ولایت مقام ودانۍ ونیوله.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې چې یو شمېر مدني فعالانو په ژوندۍ بڼه خپرولې په کې لیدل کېږي چې ان له دولتي ودانیو یو شمېر توکي هم چور کېږي.

تېره شپه طالبانو د دې ولایت اسمار ولسوالۍ له یوې نښتې وروسته ونیوله، خو خو په ګاونډ کې پرته دانګام او بیا شلتن ولسوالۍ یې له کوم مقاومت پرته لاس ته ولوېدې.

هاخوا په جنوب ختیځ کې د پکتیکا شرنې ښار ته هم طالبان نن سهار ور ننوتل او یو شمېر دولتي ودانۍ یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

د پکتیکا ولایت دننه یوې مهمې سرچینې ازادي راډیو ته ومنله چې طالبانو د ښار یوه برخه نیولې او چارواکو نظامي قرارګاه ته شاتګ کړی.

افغان سرتیری
افغان سرتیری

له دې دوو ښارونو سربېره، طالبانو د پکتیا ګردېز، د میدان وردک میدان ښار، د فاریاب میمنه او د بلخ مزارشریف پر ښارونو هم بریدونه کړي، خو د دې ولایتونو د مرکزونو په نیولو بریالي شوي نه دي، مګر هلته لا هم جګړه روانه ده.

د دې تر خوا نن غرمه وسله‌والو طالبانو د بلخ د مزارشریف په امنیتي کمربند برید کړی، خو په مزار شریف کې د ولسي پاڅون کوونکو د انسجام او جګړې مشر عطا محمد نور یوه پیغام کې چې نن نږدې یوه نیمه بجه یې په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه خپور کړ وویل، د طالبانو برید یې په شا تمبولی.

هغه ډاډ ورکړ چې له خپلو خلکو او خاورې به ساتنه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم مني چې طالبانو په دې ښارونو بریدونه کړي، خو زیاتوي، دې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او په شا یې تمبولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، په دې ښارونو کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولسي پاڅون کوونکي له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د افغانستان په لویدیځ او شمال کې د جګړو ور هاخوا، په مرکزي ولایتونو کې هم طالبانو ځینو سیمې لاندې کړي دي.

ازادي راډیو ته په دایکنډي ولایت کې سرچینو ویلي چې دې ډلې څلور ولسوالۍ اشترلي، خدیر، ناوه‌مېش او سنګ تخت بدر بې له جګړې تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

دا د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې د طالبانو لپاره یو مهم پرمختګ شمېرل کېږي.

د دې ترخوا په ننګرهار کې هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نښتې شوي.

د دې ولایت په شېرزادو ، اچین او سپین غر ولسوالیو کې جګړه شوي چې حکومت په کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبره کوي.

دغه شان د خوګیاڼو ولسوالۍ په کوز بیار سیمه کې هم د ملي امنیت صفر یو قطعې د ولسي پاڅون کوونکو په ملاتړ پراخ عملیات پیل کړي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په نږدې ۱۸ ولایتونو ولکه کړې او هڅه کوي چې د خپل واک سیمه پراخه کړي، خو دا پرمختګ نړیوال غبرګون هم تر شاه لري.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر مېچ مک کانل له خپل حکومته غوښتي چې پر طالبانو هوايي بریدونه پیل او له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، لا هم نا وخته نه دی چې پر کابل د طالبانو د بریدونو مخنیوی وشي، څو د کابل د سقوط مخه ونیول شي.

هغه دا خبرداری هم ورکړی که امریکا پر طالبانو بریدونه و نه کړي، امریکا ته به لا ګواښ ډېر او بر بې ګناه افغانانو به ناورین راشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه لا هم مقاومت کوي او په ډېرو ولایتونو کې یې هوايی بریدونه هم روان دي.

XS
SM
MD
LG