د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

طالبان: هڅه کوو تر خپل ولکې لاندې سیمو کې دولتي ادارې فعالې کړو


طالبان وايي، هڅه کوي چې په تازه نیولو سیمو کې دولتي ادارې فعالې کړي او پخواني مامورین یې بېرته په کې کار پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په ځینو سیمو کې طالبان د یو شمېر خلکو په نیولو او وژلو تورن کړي، د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد دا رد کړه چې ګوندې د دې ډلې جنګیالیو دې په نیول شوېو سیمو کې غچ اخیستونکي اقدامات کړي وي او یا دې خلک تعقیب کړي او ځورولي وي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په مرکه په ځینو ولایتونو د ګوتو په شمېر پېښو رامنځته کېدل ومنل چې په وینا یې دا دوی په نظر سرغړاوی دی او د ترسره کوونکو سره یې قانوني چلند کوي.

سره له دې چې دا وخت د طالبانو له خوا په تازه نیولو شوېو سیمو کې د ګڼو ازادو رسنیو خپرونې ځنډېدلې دي، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د ازادو رسنیو استازي یې تر واک لاندې سیمو کې په خوندي او ازادانه توګه خپلو کارونو ته دوام ورکولی شي، پر انټرنیټ بندیز نه لګوي او د رسنیو د بې طرفۍ ملاتړ کوي.

مجاهد په ولایتي مرکزونو د بریدونو پرمهال د زندانونو په ماتېدو کې د خپل لوري ملامتیا رد کړه او ویې ویل، د زندانونو جنايي بندیان ځکه وتښتېدل چې د ښارونو د زندان ساتونکو د دوی تر ورسېدو مخکې زندانونه پريښي وو.

د نوموړي په وینا د نجونو د زده کړو پر وړاندې یې تر خپل واک لاندې سیمو کې کوم محدودیت نه دی لګولی او یو نیم ځای خلکو خپله 'خود سانسوري' کړې او نجونې یې ښوونځیو ته له تلو منعه کړي دي.

په هغو ښارونو کې چې تازه طالبانو نیولي د خلکو د ژوند د شرایطو، رسنیو د فعالیتونو او نورو مسالو په اړه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د ازادي راډیو خبریال اجمل اند مرکه کړې.

دا مرکه له دې ځایه اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:32 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG