د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

جاپان به نن د المپیک مشال مړ او د المپیک دوبنۍ لوبې به پای ته ورسوي


د توکیو ۲۰۲۰ کال المپیک
د توکیو ۲۰۲۰ کال المپیک

جاپان به نن د المپیک مشال مړ کړي او د المپیک دوبنۍ لوبې به چې د خپرې شوې کرونا وباله امله په یوه کال ځنډ ترسره شوې، نن پای ته ورسوي.

د دغې وبا له خپرېدو سره سره داسې ښکاري چې د دغو لوبو تنظیموونکي توانېدلي چې دغه لوبې چې شااوخوا ۵۰ زره لوبغاړو په‌کې ګډون کړی و، د کرونا په زیات سرایت بدلې نه‌شي.

په داسې حال کې چې په سیمه کې د کرونا ډېلټا بڼه خپره شوې، په توکیو کې په یوه ورځ کې په متوسط ډول پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر له پنځو زرو اوښتی.

چین د دغو لوبو د سرو زرو تر ټولو زیات مډالونه ګټلي، ورپسې ایټالیا ۳۸، د امریکا متحده ایالاتو ۳۶ او جاپان ۲۷ د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د نن ورځې په پای کې به د ۱۳ نورو مډالونو ګټونکي هم معلوم شي او ورسره به دغه لوبې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېږي او جاپان به د المپیک مشال د دغو لوبو راتلوکي کوربه ښار پاریس ته وسپاري.

په ټوله کې متحده ایالات د ۱۰۸ مډالونو په ګټلو سره د دغو لوبو ستر ګټونکی دی.

XS
SM
MD
LG