د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

نیویارک ټایمز: هره اوونۍ۳۰،۰۰۰ افغانان له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ کیږي


ارشیف، د کندز له جګړو را بې ځایه شوي کډوال
ارشیف، د کندز له جګړو را بې ځایه شوي کډوال
  • مېل انلاین

د بریتانیا انلاین خپرونې مېل انلاین پرون په یوه مقاله کې د هرات ولایت په شااوخوا کې د دولتي ځواکونو او طالبانو د شنبې د ورځې پر جګړې تمرکز کړی دی.

د لیکنې په پیل کې راغلي چې تردې جګړې مخکې د جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما پر دفتر حمله وشوه او د دې دفتر یو ساتونکی ووژل شو.

د افغانستان جمهوري ریاست، د امریکا متحدو ایالاتونو او ملګرو ملتونو پر دغه دفتر شوې حمله غندلې ده.

د لیکنې په حواله، په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر دا حمله په داسې حال کې کېږي چې وسله والو طالبانو ژمنه کړې وه چې پر بهرنیو ډیپلوماټانو به حملې نه کوي، خو د لیکوال په باور دغې ډلې تردې مخکې له نړیوالو پروتوکولونو ښکاره سرغړونې کړي دي.

مېل انلاین د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، د مې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم، د وسله والو طالبانو تازه جګړې سختې شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې د یوناما دفتر د جګړې سیمې ته نژدې دی چې ښایي د جګړې پر مهال یې ساتونکو ته زیان رسېدلی وي، خو سیمې ته د طالبانو له رسېدو سره دا دفتر خوندي شو.

د مېل انلاین د خپرې کړې لیکنې له مخې، د دولت وسله والو مخالفانو د هرات په ګډون په ځینو ولایتونو کې څو ولسوالۍ نیولي دي چې هغوی کې د هرات- ترکمنستان او هرات- ایران سرحدي دروازې هم شاملې دي.

  • نیویارک ټایمز

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو له کبله د کورنیو د بې ځایه کېدو په اړه لیکنه خپره کړې چې د ملګرو ملتونو په وینا هره اوونۍ لږ تر لږه ۳۰،۰۰۰ افغانان له خپلو مېنو کډې کولو ته مجبورېږي.

د لیکنې په پیل کې د حاجي سخي یادونه شوې چې څه باندې ۲۰ کاله مخکې یې په ګاونډ کې دوو طالبانو یوه ښځه له کوره تر ایستلو وروسته پر څنګلار په دُرو ووهله، د حاجي سخي درې وړې لوڼې د دې صحنې په لیدو وبېرېدې او دوی پر کنډو کپر لارو پاکستان ته کډه وکړه.

خو د طالبانو د نظام تر پرځېدو لس کاله وروسته حاجي سخي بېرته افغانستان ستون شو، اوس چې طالبان بیا د پرمختیا په حال کې دي، ۶۸ کلن سخي بیا د هغې ډاروونکې شپې د راتګ بېره لري.

حاجي سخي چې په وروستیو کې یې ځان، خپلې مېرمنې، یوه زوی او درېیو لوڼو ته د ترکیې د ویزې لپاره غوښتنلیک سپارلی، ویلي اندېښنه یې دا نه ده چې هر څه ورڅخه پاتېږي، بلکې اندېښنه یې دا ده چې هرڅه به په بل ځای کې له صفره شروع کوي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، د جګړو له شدت سره جوخت ګڼ افغانان مجبوره شوي چې په موقتي کمپونو، د خپلو خپلوانو په کورونو یا نورو ځایونو کې واړوي. ځینې یې هڅه کوي چې د ویزو په ترلاسه کولو سره له هېواده ووځي.

XS
SM
MD
LG