د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

المپیکي لوبو کې د افغان لامبوزن فهیم انوري نوی ریکارډ


افغان لامبوزن فهیم انوري
افغان لامبوزن فهیم انوري

افغان لامبو وهونکي فهیم انوري د توکیو د المپیک په روانو سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن شنبه (د زمري په ۹مه) ازادي راډيو ته وویل چې انوري د ازادې لامبو په سبک کې ۵۰ متره واټن په ۲۷ ثانیو او د یوې ثانیې په ۶۷ برخه کې وواهه او په مقدماتي سیالیو کې یې په خپل ګروپ کې پنځم مقام ترلاسه کړ، خو بل پړاو ته یې لاره ونه موندله.

نوموړی زیاتوي چې له دې وړاندې د فهیم انوري پخوانی ریکارډ څه باندې ۲۷ ثانیې و چې پرمختګ یې ښيي.

د ښاغلي قاري زاده په وینا انوري له څلورو هېوادونو څخه په مخکې کېدو سره د ۷۳ لوبغاړو ترمنځ ۶۹ ځای خپل کړ.

XS
SM
MD
LG