د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د اختر ورځې؛ که د ډېرو کسانو مېلمه پالنه د یوه تن پر غاړه وي, څه ستونزې زیږوي؟


ارشیف
ارشیف

د ازادي راډیو د ښځو لپاره د نیمې نړۍ د ځانګړې خپرونې په دې اوونۍ کې په اختر کې د خپلوانو کره تګ راتګ او مېلمستیاوو په اړه ده.

د افغاني دود له مخې په اختر کې ټول واده کړي زامن او لوڼې له خپلو اولادو سره د اختر مبارکۍ لپاره د خپل پلار او مور لیدو ته ورځي، په همدې پلمه واده کړي وروڼه او خویندې سره یو ځای کېږي او د خوښيو دغه ورځ سره د یوه چت لاندې لمانځي، خو کله-کله د غه خوښي د کورنۍ هغې ناوې ته ستومانه کووونکې شي چې له خسر او خواښې سره ګډ ژوند کوي؛ ځکه چې د ټولو راټولو شوېو خپلوانو مېلمه پالنه او کوربه توب یې په غاړه وي.

څنګه کېدای شي چې اختر او نورې مېلمستیاوې د ټولو لپاره په زړه پورې شي او هېڅوک په کې ستومانه نه شي؟

که د ډېرو کسانو مېلمه پالنه او د چارو سمبالول د یوه کس په غاړه وي, څه ستونزې را ولاړولی شي؟

څنګه کېدای شي چې د اختر خوښي په کورنۍ کې تل پاتې شي او د مېلمنو او کوربنو لپاره یوه ښه خاطره جوړه شي؟

ازدي راډیو هڅه کړې ده چې په دې خپرونه کې دغو ټولو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي.

تاسو د لاندې لنک په کېکاږلو سره دا خپرونه همدلته اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG