د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د ارزګان ځینې اوسیدونکي: کرونا وېروس یوازې 'کافرانو' لپاره ده، نه یې منو


د ترینکوټ یو شمېر اوسیدونکي
د ترینکوټ یو شمېر اوسیدونکي

په جګړه ځپلي ارزګان کې خلک د جګړو او وچکالي سربېره کرونا ویروس هم زیات ځپلي دي.

د دغه ولایت د ولایتي روغتون مسوولین وايي، د کرونا ویروس درېیمه څپه په چټکۍ سره پرمخ روانه ده چې ورسره په یاد ویروس د اخته کسانو شمېر د پخوا پرتله څو چنده زیاته شوې ده.

روغتیا پالان وايي، په شدت سره د کرونا ویروس خپرېدو لامل په خلکو کې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي کموالی دی چې روغتیایي سپارښتنې هېڅ په پام کې نه نیسي او کرونا ویروس نه مني.

د دوی په خبره، که څه هم د کرونا درېیمه څپه په چټکۍ سره روانه ده، خو ترینکوټ ښار او ولسوالیو کې خلک په عادي توګه ژوند کوي، د خوښۍ محفلونه جوړوي، نه واټن مراعتوي او نه هم ماسک اچوي.

د ترینکوټ ښار یوه څنډه
د ترینکوټ ښار یوه څنډه

ازادي راډيو د ترینکوټ ښار یو شمېر اوسیدونکو سره د کرونا ویروس په اړه خبرې کړي، خو زیات شمېر کسانو یې ویلي، د کرونا ویروس نوم یې یوازې له راډيوګانو اوریدلی او نور یې په اړه معلومات نه لري.

دوی مني چې په هر یوه کور کې داسې کسان شته چې د ستوني درد، ساه بندي، تبه او ټوخی لري کوم چې ډاکټران وايي، همدا د کرونا ویروس نښې دي، خو خلک یې په زکام نوموي.

له دې ډلې دوو تنو کریم الله او میرزا ولي ازادي راډيو ته وویل: "د کرونا په اړه معلومات نه لرم، له راډيوګانو مو اوریدلي او خلک يې یادونه کوي، خپله سیمه کې مو دا ناروغۍ نه ده لیدلې، خو ځینې کسان د سر درد، ساه بندي، یخې او تودې تبې لري چې موږ یې زوکام بولو، په کرونا یې نه پیژنو.

- کرونا د مسلمانو لپاره نه ده او دا یوازې د کافرانو لپاره ده، زموږ سیمه کې هېڅ یو کس هم کرونا نه دی نیولی او نه يې هم څوک پېژني، خو په دې وروستیو کې یوه ناروغۍ زیاته شوې چې موږ یې زوکام بولو هغه زیات شمېر کسان مړه کړي هم دي چې روغتون ته خپل ناروغ ور وړو ډاکټران وايي، دا کرونا ده، موږ وايو چې نه، دا زُکام ده."

میرزاولي او کریم الله په ترینکوټ ښار کې د ۲۰ هغه کسانو څخه دي چې ازادي راډیو ورسره مرکې کړي، خو دوی د کرونا په اړه یا هم معلومات نه لرل او یا یې هم نه منله، دوی په دې باور وو چې کرونا یوازې د کافرانو لپاره ده.

د عامې روغتیا د ریاست د معلوماتو پر اساس چې د کرونا د درېیمې څپې له پيله تر دا مهاله دغه ولایت کې ۶۳۸ کسانو د کرونا ویروس پایلې مثبتې شوې چې له دې ډلې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون مسوولین وايي، دوی ته په دغه ولایت کې هره ورځ تر ۶۰ پورې کسان ورځي چې د کرونا ویروس نښې لري او تر نمونې اخېستلو وروسته د ۲۰ او یا هم ۳۰ تنو پایلې مثبتې راځي.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي
د ترینکوټ د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي

د یاد روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل: "ارزګان کې زیات شمېر کسان په کرونا اخته دي، موږ ته چې ښځینه او یا هم نارینه ناروغان راځي زیات يې د کرونا نښې لري، ورته وايو چې تاسو ورشئ معاینات وکړئ کرونا یاست وايي، نه موږ کرونا نه یو، خلک روغتیایي لارښوونو ته هېڅ پام نه کوي، کرونا ویروس ټوکې ګڼې."

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وايي چې دغه ولایت کې یې خلکو ته د کرونا ویروس په اړه د راډيو ګانو، ورکشاپونو، غونډو او جوماتونو له لارې معلومات ورکړي دي.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالغفار وطنوال
د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالغفار وطنوال

د یادې ادارې مشر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته دا تائید کړه چې د ارزګان خلک د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره د ډاکټرانو لارښوونې نه مراعتوي.

نوموړی وايي، دوی دغه ولایت کې په ورځني ډول تر ۶۰ پورې له خلګو څخه د کرونا ویروس سمپلونه اخلي چې تر ۴۰ پورې یې مثبت وي.

وطنوال وايي، که خلک ورسره همکاري و نه کړي او روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي، نو زیات شمېر کسان به د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG