د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

ولې ځینې نارینه د ښځو پر وړاندې عقده یې چلند کوي؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

نیمه نړۍ د افغانو ښځو د ستونزو او پر مختګونو هنداره، د دې اوونۍ د خپرونې موضوع د عقدې له مخې نجونو او ښځو پسې بد رد ویلو ته ځانګړې شوې ده.

یو شمېر نارینه کله چې یوې ښځې یا نجلۍ ته د مشروعې یا غیرمشروعې رابطې د جوړولو وړانديز او هڅې وکړي، خو هڅې یې ناکامه او د رد ځواب ترلاسه کړي، بیا د ضد او عقدې له مخې پرهغې د بدلمنۍ تورونه پورې کوي، په عامه اصطلاح کوښښ کوي چې په چاپېریال کې یې بدنامه کړي.

ولې یو شمېر نارینه د ښځو پر وړاندې عقده یې چلند کوي؟

د افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې قانون له مخې، څوک چې پر یوې ښځې د بدلمنۍ تور پورې کوي د څه ډول قانوني چلند وړ دی؟

د اروایي پلوه عقده یې کسان د ځان او نورو خلکو لپاره څومره خطر ناکه او ځورونکي دي؟

ازادي راډیو هڅه کړې چې د دغو پوښتنو ځوابونه پیدا کړي، تاسو د لاندې لېنک په کېکاږلو سره دا خپرونه همدلته اورېدلای شي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:07 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG