د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

اسټن غني ته: امریکا افغانستان سره تل پاتې مشارکت او دفاعي اړیکو ته ژمن دی


ارشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له وزیر لوېډ اسټن سره
ارشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له وزیر لوېډ اسټن سره

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو لوړو پوړېو افغان چارواکو نن جمعه (د چنګاښ په ۴مه ) په پنټاګون کې د امریکا د دفاع له وزیر لوېډ اسټن سره ولیدل.

ښاغلي اسټن وویل چې هېواد یې له افغانستان سره تل پاتې مشارکت او په خاص ډول قوي دفاعي اړیکو ته ژمن دی.

نوموړي همدغه راز وویل، امریکا د افغان ځواکونو سره مهمو امنیتي ‌او دفاعي مرستو ته ژمنه ده.

په دغه لیدنه کې ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو د انتقال نوی دور مهم وباله.

نوموړي وویل چې دواړو هېوادونو منلې چې اړیکې یې یو نوي فصل ته داخلېږي او هغه وړاندوینې چې ګنې امریکا به افغانستان یوازې پرېږدي، سمې نه دي.

ولسمشر غني وویل چې افغانستان به د اړیکو په نوي فصل کې د بهرنیو په همکارۍ او ملاتړ تکیه وي.

د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، د انتقال بهیر باید په داسې شکل ترسره شي چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې خوندي وي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

هغه وویل، د سولې او ثبات دښمنان چې د هغه په خبره ترهګرې ډلې دي، د انتقال له دغه بهیر څخه ګټه وانه خلي: "هغوی چې زموږ په مقابل کې جنګېږي، فکر کوي چې یو فرصت ورته برابر شوی چې ګټه ترې واخلي. خو ډاډه یو چې د افغانستان د خلکو په ارادې، په جمهوریت کې په اتحاد او رهبریت، زموږ د اصلي شریک په توګه د امریکا او نورو ملګرو په دوامدارو ژمنو سره دا بهیر به په یو ګډ بري بدل شي."

له ښاغلي غني څخه وپوښتل شول چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ښايي شپږو میاشتو کې د افغانستان حکومت نسکور شي؟ هغه وویل، دا ډول ډېرې وړاندوینې شته چې غلطې ثابتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG