د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱
ولسمشرغني له خپل امریکايي سیال سره
ولسمشرغني له خپل امریکايي سیال سره

امریکا ته د غني سفر؛ حکومت یې له لاسته راوړنو ډک خو شنونکي یې د ژمنو تکرار یادوي

افغان حکومت امریکا ته د جمهور رییس غني سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک بولي.

افغان حکومت وايي، امریکا ته د جمهور رییس غني د سفر په پایله کې افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو او تل‌پاتې ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو ژمنه، د هوايي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز ډاډ، په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې د امریکا مرستې او تل‌پاتې همکاري هغه څه دي چې حکومتي مسوولان یې د دې سفر د لاسته راوړنو په توګه یادوي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، امریکا د سولې پروسې کې د افغانستان د ملاتړ سربېره، افغان ځواکونو سره د ۳،۳ میلیارډ ډالر مرسته کوي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال
د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال

دی وايي: "افغانستان د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او خلکو تر شاه ولاړه ده. له امنیتي او دفاعي قواوو سره همکارۍ به دوام ولري. امریکا چمتو ده چې له افغانستان سره ۳،۳ میلیارډه ډالر مرسته وکړي او دې برخه کې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ژمنه مهمه ده. اقتصادي برخه کې د امریکا همکارۍ اوږدمهاله دي."

جمهور رییس غني هم خپل امریکايي سيال سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله: "اصلي خبره ساده ده، ایا امریکا افغانستان پرېږدي او یا که د یوه نوي فصل پر بنسټ، افغانستان سره دوست، ملاتړې او هم پیمانه اوسي. د دې پوښتنې ځواب په قطعي ډول مثبت دی. زه باور لرم چې دا سفر یو بریالی سفر و."

جمهور رییس غني خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله
جمهور رییس غني خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله

د امریکا جمهور رییس جوبایډن هم له خپل افغان سیال سره تر کتنې وروسته وویل، امریکايي پوځیان به وځي، خو له افغانستان سره به د دوی مالي، سیاسي او پوځي ملاتړ تل‌پاتې وي.

جمهور رییس بایډن دا هم وویل چې افغانان به خپل برخلیک خپله ټاکي، خو امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم له افغان ځواکونو سره د امریکا د هر ډول مرستو هرکلی کوي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، د مرستو دوام له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ښو اړیکو ښکارندوی دی.

خو شنونکي بیا د دې سفر په اړه یوه خوله نه دي، ځینې یې له لاسته راوړنو ډک او ځینې بیا د تېرو ژمنو تکرار بولي.

شنونکی عبدالباري عارض ولسمشر غني سره د امریکا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي
شنونکی عبدالباري عارض ولسمشر غني سره د امریکا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړې مرسل نبي‌زاده وايي، دې سفر کې د امریکا هغه ډاډ ترلاسه شوی چې وړاندې مبهم و: "دوی نه یوازې د سږکال او بل کال لپاره د ۳،۳ میلیارډ ډالرو ژمنه کړې، بلکې د هوايي ځواکونو د تجهیز لپاره هغه قراردادیان چې دلته پاتېږي، دا ځواکونه به لا پیاوړي کوي. دغه شان جمهور رییس بایډن ویلي، افغانستان سپینه ماڼۍ کې یو ښه ملګری او دوست لري."

خو شنونکی عبدالباري عارض دا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي: "هغه څه چې افغان ولس یې په تمه و چې د اوسني بد وضعیت څخه د وتلو یا د جګړې د درېدو او د سولې د پرمختګ لپاره کوم مطلب واورېدل شي، هغه و نه شو. دا ژمنې چې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، تکراري دي."

جمهور رییس غني د پنج‌شنبې په ورځ د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي‌سي ته ورسېد او هلته یې له خپل ټیم سره یوځای د امریکا جمهور رییس ترڅنګ، د کانګرس له مهمو غړیو، د دفاع وزیر، د استخباراتو د مرکزې ادارې مشر، د ملي امنیت سلاکار او له هغو امریکایانو سره وکتل چې په افغانستان کې یې پوځي خدمت کړی.

  • پالټیکس خپرونه

پالټیکس خپرونې د امریکا متحد ایالاتونو ته د افغانستان د جګپوړي پلاوي د سفر په اړه لیکنه خپره کړې ده او لیکي، ولسمشر جو بایډن به د جمعې په ورځ له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې د واشنګټن او کابل پر دوامداره همکاریو خبرې وکړي.

د خپرونې په باور دا مذاکرات په داسې وخت کې کېږي چې امریکایي ځواکونه له دې هېواده په وتلو بوخت دي.

افغان چارواکي وایي چې ولسمشر غني او ورسره پلاوی به نن له امریکایي چارواکو سره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د نوي فصل د اړیکو په تړاو خبرې وکړي.

  • واشګټن پوسټ

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په ارتباط واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه امریکایي چارواکي په وینا لیکي چې د بایډن اداره پلان لري چې هغه افغانان چې د امریکا له حکومت سره یې کار کړی دی په راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه وباسي.

ورځپاڼه لیکي:

دغه چارواکي ویلي دي چې دی د دې صلاحیت نه لري چې د دې پلان په باره کې علني خبرې وکړي نو نوم دې نه خپروي.

دې چارواکي ویلي دي چې تر ډېره به تمرکز پر ژباړونکو وي چې د دوی د ویزو چارې روانې دي او د سېپتمبر تر ۱۱مې مخکې به یې کارونه خلاص شي.

په افغانستان او عراق کې تر اتلس زره ډېرو ژباړونکو له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي. د دې ځواکونو د ایستلو پرېکړه د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن کړې ده.

  • فارین پالیسي

فارین پالیسي خپرونه لیکي، د دې پرېکړې لپاره یو شمېر ستراتیژیک دلایل شته چې ولې ښاغلي بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پریکړه کړې ده.

د خپرونې په باور یو علت دا دی چې امریکا غوښتل دا جګړه نوره پای ته ورسوي، د یاغیانو پر ضد له عملیاتو لېرې شي او ښکاره ده چې د ملت جوړولو چارې لکه څرنګه چې ښکاریدې هغسې د پلي کېدو نه دي، د اوسنیو عملیاتو لګښت د ډېرو لپاره زیات ښکارېده او د خپرونې په باور تر ټولو مهمه دا ده چې په متحد ایالاتونو کې عمومي فکر د جګړې ضد شوی دی.

خو فارین پالیسي لیکي، د دې ټولو دلایلو سربیره یو علت دا روښانه کوي چې د ځواکونو ایستل یوه تیروتنه ده او دا دلیل په سیمه کې له سټراتیژیک پلوه د امریکا او چین سیالي ده.

مچ مککانل: له افغانستانه دې د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي

مچ مککانل
مچ مککانل

د امریکا د سنا د جمهوريپالو مشر مچ مککانل غوښتي چې له افغانستانه دې د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي.

ښاغلي مککانل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې وروسته دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې.

هغه ویلي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه په اوبو لاهو کوي.

مککانل ویلي، هیله من دی چې د بایډن اداره په افغانستان کې روان وضعیت او د ترهګرۍ ګواښ ته په کتو د ځواکونو د را ایستلو پروسه وځنډوي.

افغان ولسمشر د پنجشنبې په سهار امریکا ته ورسېد. لومړني بحثونه یې د امریکا د سنا جرګې له غړیو سره وو.

تمه ده ولسمشر غني نن د امریکا په وخت د ماسپښین په شااوخوا درېیو بجو چې د افغانستان د شپې دولس بجې کېږي په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

ولسمشر غني امریکا ته لاړ؛ کارپوهان او مدني فعالان له دې سفره څه هیلي لري؟

ولسمشر غني
ولسمشر غني

په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ پلاوی امریکا ته رسېدلی او ټاکل شوې له امریکايي چارواکو لوري سره وګوري په افغانستان کې سیاسي کارپوهان او د مدني ټولنو فعالان له دې سفره څه هیلي لري؟

د مدني ټولنو غړی خلیل روفي وايي، دوی هیله لري چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

نوموړی غوښتنه کوي چې دې سفر کې باید دواړو لوري د سولې د روانې پروسې په اړه یوې پایلې ته ورسېږي، ځکه د ده په وینا که دا کار ونه شي نو په افغانستان جګړه پر یو انساني ناورین بدلیدونکې ده.

د مدني ټولنو غړی خلیل روفي
د مدني ټولنو غړی خلیل روفي

روفي زیاته کړه: "له بده مرغه چې جګړه بیخي زیاته شوې او هره ورځ مو قرباني ورکوو اویوازینې لاره چې دا حالت ښه کېدای شي هغه سوله ده نو زموږ یواځینې غوښتنه دا ده چې دا سفر د سولې برخه کې لاسته راوړنې ولري او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی وایي، ښايي په دې سفر کې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او دا شان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول خبرې وکړي.

نوموړی وايي، ځینې مسایل شته چې ګونګ دي او باید دواړه اړخونه پرې خبرې اترې وکړي: "په ټوله کې به د یو شمېر مسایلو په حل لارو بحثونه وشي لکه که امریکا له افغانستانه وځي په راتلونکې کې به ډیپلوماتیک مسایل څنګه مخکې ځي؟ د امریکا حضور به څنګه وي؟ ایا دا حضور به د افغان نظام د بقا لپاره کار ورکوي او که نه، دا شان د پاکستان په اړه ځکه ویل کېږي چې امریکا په پاکستان کې ځانته اډې جوړوي نو فکر کوم دا هغه مسایل دي چې په دې ناسته کې به پرې بحثونه وشي."

د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی
د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی

بل خوا د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان دا سفر د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکی بولي.

له ډلې يې جاوېد مومند ازادي راډيو ته وویل چې دې سفر کې باید په درېیو مهمو مسایلو بحثونه وشي:

  • د دواړو هېوادونو راتلونکې اړیکې.
  • د امنیتي ځواکونو تجهیز او تمویل.
  • دا شان له ترورېزم سره مبارزې څرنګوالی.

ښاغلي مومند زیاته کړه: "په دې ناسته کې به بحثونه وشي چې زموږ او د نړۍ ډیپلوماتیکې اړیکې څه ډول وي؟ دا شان د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز موضوع ډېره مهمه ده ځکه اوس تاسې ګورئ چې جګړې زور اخیستی او هره ورځ موږ تلفات ورکوو د دې ترڅنګ به د ترهګرۍ سره د مبارزې په څرنګوالي هم بحثونه وشي."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره شپه واشنګټن ته د دوه ورځني سفر په مخه روان شول، څو د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جو بایډن او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

په دې سفر کې له افغان ولسمشر سره د ده لومړۍ مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي ملګرتیا کوي.

ارګ په یوه بیان کې څرګنده کړې ده چې ولسمشرغني به د دې سفر په ترڅ کې د کانګرس له غړیو او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو سره د افغانستان او امریکا د اړیکو د نوي فصل په باب خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال دی چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او د دې هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه د ځینو ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه ورکول کېږي.

تازه د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي، د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان له ۴۱۹ ولسوالیو څخه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي، خو نوموړي ویلي دا چې طالبان وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولي دا درسته نه ده، ځکه د ده په وینا طالبانو تېرکال مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر پیل کړي، په ۶۰ ولسوالیو کنټرول درلود.

"امریکا ته د افغان مشرانو سفر د ښځو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره ټاکونکی دی"

---

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ له افغان مشرانو غواړي چې په امریکا کې د بحثونو پر مهال په ارزښتونو ټینګار وکړي. افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون شپه امریکا ته تللي.

بارکزۍ وویل امریکا او اروپا که سیاستونه بدلوي خو د ښځو د حقونو او د بیان ازادي په څېر له ارزښتونو باید تېر نشي. د دغې مرکې یوه برخه دلته وګورئ او ملګرو سره یې شریکه کړئ.

"امریکا ته د افغان مشرانو سفر د ښځو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره ټاکونکی دی"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG