د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰
ولسمشرغني له خپل امریکايي سیال سره
ولسمشرغني له خپل امریکايي سیال سره

امریکا ته د غني سفر؛ حکومت یې له لاسته راوړنو ډک خو شنونکي یې د ژمنو تکرار یادوي

افغان حکومت امریکا ته د جمهور رییس غني سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک بولي.

افغان حکومت وايي، امریکا ته د جمهور رییس غني د سفر په پایله کې افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو او تل‌پاتې ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو ژمنه، د هوايي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز ډاډ، په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې د امریکا مرستې او تل‌پاتې همکاري هغه څه دي چې حکومتي مسوولان یې د دې سفر د لاسته راوړنو په توګه یادوي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، امریکا د سولې پروسې کې د افغانستان د ملاتړ سربېره، افغان ځواکونو سره د ۳،۳ میلیارډ ډالر مرسته کوي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال
د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال

دی وايي: "افغانستان د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او خلکو تر شاه ولاړه ده. له امنیتي او دفاعي قواوو سره همکارۍ به دوام ولري. امریکا چمتو ده چې له افغانستان سره ۳،۳ میلیارډه ډالر مرسته وکړي او دې برخه کې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ژمنه مهمه ده. اقتصادي برخه کې د امریکا همکارۍ اوږدمهاله دي."

جمهور رییس غني هم خپل امریکايي سيال سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله: "اصلي خبره ساده ده، ایا امریکا افغانستان پرېږدي او یا که د یوه نوي فصل پر بنسټ، افغانستان سره دوست، ملاتړې او هم پیمانه اوسي. د دې پوښتنې ځواب په قطعي ډول مثبت دی. زه باور لرم چې دا سفر یو بریالی سفر و."

جمهور رییس غني خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله
جمهور رییس غني خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله

د امریکا جمهور رییس جوبایډن هم له خپل افغان سیال سره تر کتنې وروسته وویل، امریکايي پوځیان به وځي، خو له افغانستان سره به د دوی مالي، سیاسي او پوځي ملاتړ تل‌پاتې وي.

جمهور رییس بایډن دا هم وویل چې افغانان به خپل برخلیک خپله ټاکي، خو امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم له افغان ځواکونو سره د امریکا د هر ډول مرستو هرکلی کوي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، د مرستو دوام له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ښو اړیکو ښکارندوی دی.

خو شنونکي بیا د دې سفر په اړه یوه خوله نه دي، ځینې یې له لاسته راوړنو ډک او ځینې بیا د تېرو ژمنو تکرار بولي.

شنونکی عبدالباري عارض ولسمشر غني سره د امریکا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي
شنونکی عبدالباري عارض ولسمشر غني سره د امریکا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړې مرسل نبي‌زاده وايي، دې سفر کې د امریکا هغه ډاډ ترلاسه شوی چې وړاندې مبهم و: "دوی نه یوازې د سږکال او بل کال لپاره د ۳،۳ میلیارډ ډالرو ژمنه کړې، بلکې د هوايي ځواکونو د تجهیز لپاره هغه قراردادیان چې دلته پاتېږي، دا ځواکونه به لا پیاوړي کوي. دغه شان جمهور رییس بایډن ویلي، افغانستان سپینه ماڼۍ کې یو ښه ملګری او دوست لري."

خو شنونکی عبدالباري عارض دا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي: "هغه څه چې افغان ولس یې په تمه و چې د اوسني بد وضعیت څخه د وتلو یا د جګړې د درېدو او د سولې د پرمختګ لپاره کوم مطلب واورېدل شي، هغه و نه شو. دا ژمنې چې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، تکراري دي."

جمهور رییس غني د پنج‌شنبې په ورځ د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي‌سي ته ورسېد او هلته یې له خپل ټیم سره یوځای د امریکا جمهور رییس ترڅنګ، د کانګرس له مهمو غړیو، د دفاع وزیر، د استخباراتو د مرکزې ادارې مشر، د ملي امنیت سلاکار او له هغو امریکایانو سره وکتل چې په افغانستان کې یې پوځي خدمت کړی.

"افغان مشرانو په حساس وخت کې امریکا ته سفر کړی"

--

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشنګټن کې د ملي دفاع د پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، امریکا ته د افغان مشرانو سفر ځانګړی ارزښت لري، ځکه داسې وخت کې کېږي چې افغانستان له "لویو ننګونو " سره مخ دی.

د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني او د دې هېواد د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله له یو پلاوي سره واشنګټن ته رسیدلي او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د امریکا له جمهور ریس جو بایډن سره وګوري.

"افغان مشرانو په حساس وخت کې امریکا ته سفر کړی "
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

XS
SM
MD
LG