د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

سټارز انډ سټرايپس: پنټاګون غواړي پوځیان د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې دېره کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • شرق‌الاوسط

شرق‌الاوسط ورځپاڼې د سعودي عربستان د سترو دیني عالمانو د غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د سعودي عربستان سترو دیني عالمانو پر افغان خواوو غږ کړی چې د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د ورځپاڼې له مخې، دوی په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان تر چتر لاندې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د پرېکړه‌لیک هرکلی کړی دی.

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو د پنجشنبې په ورځ په خپله غونډه کې د افغانستان روانه جګړه د مسلمانانو ترمنځ ورور وژنه او ناروا وبلله.

د مکې مکرمې د غونډې په پرېکړه‌لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان او پاکستان علما باید د اسلام حقیقي پيغام خپور کړي او دیني نسوس په مناسب ډول تفسیر کړي.

په پرېکړه‌لیک کې غوښته شوې چې د افغانستان او پاکستان علما باید یوه ګډه ټولنه جوړه کړي چې د سولې له روانو هڅو سره مرسته وکړي.

  • سټارز انډ سټرايپس

د امریکا سټارز انډ سترایپس ورځپاڼې لیکلي چې پنټاګون په دې کار کوي چې خپل پوځیان افغانستان ته نږدې ځای پر ځای کړي.

د ورځپاڼې پر اساس، په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان د جولای په میاشت کې له افغانستانه د وتلو بهیر بشپړوي، پنټاګون غواړي چې ترورېستي ضد ځواکونه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دېره کړي څو له دې هېواده د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته هلته د ترورېستانو فعالیتونه وڅاري.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، تر اوسه پورې د پنټاګون چارواکو له کوم هېواد سره په دې برخه کې موافقه لاسلیک کړې نه‌ده.

ورځپاڼې د امریکا د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټې ته د دفاع وزیر لوید استېن خبرو ته په اشارې لیکلي چې نوموړي وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو بهیر به په جولای کې بشپړ شي.

ده دا هم ویلي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو وروسته به امریکايي پوځیانو ته ګرانه وي چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG