د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د خوست د لیلیې محصلین: یوه خونه کې له ۸ زیات اوسېږو، د کرونا پېښې یې ډېرې کړي


د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر لیلیه محصلین
د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر لیلیه محصلین

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د نارینه‎‌وو او نجونو د لیلیو په یو شمېر محصلانو کې د کرونا وبا نښې پیدا شوي او هره ورځ ورڅخه یو شمېر ناروغ محصلان په امبولانسونو کې ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي.

محصلان وايي، د لیلیې په هره وړه خونه کې له ۸ تر ۱۲ کسانو ژوند کوي چې له دې کبله ناروغۍ په اسانۍ له یو کس نه بل کس ته لېږدول کېږي.

محصلان شکایت کوي چې تر اوسه د دوی د وقايې او درملنې لپاره هېڅ ډول تدابیر نه دي نیول شوي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د لیلیې په محصلانو کې د کرونا پېښې ډېرې شوي

نن د سې شنبې په ورځ د کوزې پښتونخوا د چارصدې اوسیدونکی ډاکټر عبدالرحمان چې اوس طب کې د ستاژ دوره بشپړوي ازادي راډیو ته وویل، د لیلیې په هره خونه کې لس-لس کسان دي او د هرې خونې په دوه یا درې کسانو کې د کرونا نښې او علایم څرګند دي.

دی وايي، هره ورځ له دې ځایه روغتون ته ناروغان وړي، خو د لیلیې د محصلانو ټېسټونه نه دي شوي چې معلومه شي، څومره کسان د کرونا په وبا اخته دي؟

ډاکټرعبدالرحمان دا هم وویل، دلته د کرونا د مخنیوي هېڅ تدابیر نشته، که ټېسټونه يې وشي، دی په دې باور دی چې پنځوس سلنه محصلان به په کرونا اخته وي.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د لیلې ودانۍ
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د لیلې ودانۍ

د روح الله په نوم یو بل محصل وايي، دا دوه ماښامه ځینې محصلان په جماعت لمانځه کې پریوځي او بیا يې امبولانس کې روغتون ته ولېږدول شي.

دی وايي، په روغتون کې پوره تدابیر نشته، ټېسټ يې نه کېږي، درمل نه لري یوازې یو سیروم ورکوي او بېرته يې لیلیې ته وروړي.

د ښوونې روزنې پوهنځي محصل محمدایوب قلمیار وايي، د دوی په ټولګي کې څو محصلان نسکور شول، نو استادانو رخصت کړل: "تېره ورځ هم زموږ په ټولګي کې درې کسان بې هوښه شول او نن هم درې کسان وغورځېدل، هغوی د اکسیجن د کمښت سره مخامخ وو، هغوی یې په امبولانس کې انتقال کړل، معلومات به يې کېږي چې کرونا مشکل به لري او که د ګرمۍ دلاسه به وي، موږ ته باید داسې شرایط مساعد شي چې په کې زده کړه وکړای شو، که درې ورځې څلويښت کسان صنف ته راشي او څلوېښت کسان درې ورځې نور راشي، نو هم به واټن مراعت شي او هم به مو ښوونیز بهیر له ستونزو سره نه وي مخامخ شوی. "

د ژورنالېزم پوهنځي محصل روح الله امین همدرد وايي، دلته محصلان له ذهني مشکلاتو سره مخامخ دي، ځکه هغوی په دې فکر کې دي چې ښايي دوی هم د خپلو ملګرو نه په کرونا وبا اخته شوي وي او دې حالت د دوی د زده کړو په بهیر هم منفي اغېز پریباسلی دی.

ښاغلي همدرد زیاته کړه: "هغه بېروبار چې موږ يې په ټولګیو کې لرو، هغه باید کم شي، د لیلیې په یوه خونه کې موږ ان تر ۱۲ محصلین هم اوسېږو، یا دې یې شمېر کم شي او یا دې هم کومه بله بدیله لار ورته وموندل شي، اداره یوازې په ماسکونو اکتفاء کوي، موږ چې هر وخت یوځای کینو دا يې حل لاره نه ده. "

د نارینه وو په لیلیه کې د کرونا د ستونزې په څېر د نجونو په لیلیه کې هم مشکلات شته او هره ورځ ورڅخه یو شمېر ناروغې نجونې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي.

د کرنې پوهنځي محصله مدینه وايي، دوی ته په لیلیه کې هېڅ ډول روغتیايي تدابیر نشته، خو په ډیرېو نجونو کې د کرونا نښې او علایم شته.

مدینه زیاتوي، د لیلیې محصلانې ټول یوه څه تبه او ټوخۍ لري چې له امله یې هره ورځ یو شمېر نجونې ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي.

بل لوري ته د خوست د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي وايي، د لوړو زده کړو وزارت لارښوونه دا ده، که کوم استاد او یا محصل شکمن او کرونا وي، نو هغه دې دوه اوونۍ رخصت شي او په کور کې دې پاتې شي.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي
د خوست د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي

ده د محصلانو په ادرس وویل، که د کوم چا ټېسټ مثبت وو، هغوی کولای شي، دوه اوونۍ کور ته ولاړ شي او هلته دې ځان قرنطین کړي او د خپلې نورې کورنۍ څخه دې هم په واټن کې شي.

د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه وویل، پوهنتون ته يې روغتیايي ټیم لېږلی، تر اوسه چې کوم پنځوس ټېسټونه شوي، شل يې د کرونا مثبتې پېښې تشخیص شوي دي او ممکنه د ورځې تر پایه د مثبتو پېښو ګراف نور هم لوړ شي.

د عامې روغتیا رئیس وویل، د روغتیايي ټیم له ارزونې وروسته به د پوهنتون د دوام یا لنډمهال بندښت په اړه د عامې روغتیا وزارت ته راپور وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG