د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د 'جي اووه' غونډه سبا پیلېږي؛ اجنډا یې پر درېیو موضوعاتو ورټوله ده


ارشیف، د جي اووه د غونډې ګډون وال، عکس تزئیني بڼه لري.
ارشیف، د جي اووه د غونډې ګډون وال، عکس تزئیني بڼه لري.

د جي اووه یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډه سبا جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) د بریتانیا په کارنوال ښار کې پیلېږي.

په دې غونډه کې د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، جاپان او ایټالیا مشران د نړۍ پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کوي، خو له اجنډا ښکاري چې په دې درې ورځنۍ غونډه کې به امنیتي موضوعاتو ته ډېره توجه ونه شي.

دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران سره یوځای کېږي او یو بل له نژدې ګوري.

له کرونا سره مبارزه، د چاپيریال بدلون او د ولسونو واکمنۍ ته متوجه ګواښونه د دې غونډې د اجنډا د سر موضوعات دي.

د جي اووه غونډې له اجنډا ښکاري چې امنیتي موضوعاتو ته به ډېره توجه ونه شي.
د جي اووه غونډې له اجنډا ښکاري چې امنیتي موضوعاتو ته به ډېره توجه ونه شي.

د کړکېچ نړیواله ډله په یوه راپور کې څرګندوي چې دا غونډه د لویدیځو هېوادونو تر منځ له یو لړ ناخوالو وروسته جوړیږي چې تر ډېره یې علت د ۲۰۱۹ او ۲۰۱۷ کلونو په غونډو کې د متحد ایالاتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی چلند و.

خو دا ځل د جي اووه مشران د روسیې او چین پر وړاندې ګډ دریځ لري او په ځانګړي ډول د جوبایډن د بریتانیا سفر چې تر ولسمشرۍ وروسته یې دا لومړی رسمي سفر دی، د غونډې اهمیت به نور هم زیات کړي.

د سولې او امنیت موضوعاتو ته په دې نړیواله غونډه کې ډېر اهمیت نه دی ورکړل شوی چې دا چاره عادي نه ښکاري.

که څه هم جي اووه ناسته په نولس سوه اویایم کال کې د هغه وخت د اقتصادي کړکېچ لپاره رامنځته شوه، خو خپله لومړۍ ځانګړي اعلامیه یې په نولس سوه اتیایم کال کې خپره کړه او پر افغانستان یې د شوروي اتحاد د پوځ یرغل وغانده.

د جي اووه غونډې مشرانو تر دې وروسته د نړۍ د امنیتي او سیاسي کړکیچونو په اړه د بالکان د جګړو، د منځني ختیځ د بحران او د لیبیا د امنیت په اړه خپل ځانګړي دریځ درلود.

د جي اووه هېوادونو په وروستیو میاشتو کې هم دا موضوعات نه دي هېر کړي د جي اووه د بهرنیو چارو وزیرانو د مې په میاشت کې په لندن کې د غونډې پر مهال د ایران له اټمي لانجې نیولې د میانمار تر پوځي کودتا پورې خپل دریځ څرګند کړ.

جي اووه هېوادونه به د کارنوال په غونډه کې د جیوپولیټیک موضوعاتو په اړه هم بحث وکړي، خو د اوس لپاره چې کرونا وبا خپره ده د غونډې برخه والو پرېکړه کړې ده چې شخړو ته لومړیتوب ورنه کړي.

د کړکېچ نړیواله ډله څرګندوي چې دا خبره تر یوه بریده د درک وړ ده خو حقیقت دا دی چې دا مشران د جګړې او سولې په تړاو د نړۍ ډېرو لومړیتوبونو ته شا نه شي ګرځولی.

د کرونا واکسین لپاره پراخه مبارزه په هغو سیمو کې هم پکار ده چې په جګړې کې دي او کمزوري دولتونه لري ځکه چې دا وېره شته چې د کورونا نوې بڼې پیدا شي.

د چاپيریال په برخه کې هم د امنیتي شخړو مخنیوي مهم دی او د جي اووه هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په تېره غونډه کې د خوراکي موادو پر امنیت تمرکز وشو او د غونډې برخه والو څرګنده کړه چې دا ډول ستونزې تر ډېره له جګړو پيدا کېږي، نو د جي اووه هېوادونه نه شي کولی چې د شخړو د مدیریت او د لانجو له حله لېرې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG