د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

خبرياله 'خیري' خاورو ته وسپارل شوه؛ خبریالان لا ډېر اندېښمن شول


خبرياله 'خیري' خاورو ته وسپارل شوه؛ خبریالان لا ډېر اندېښمن شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
د افغانستان خبريالانو کورنۍ يوه بله خبرياله خاورو ته وسپارله.

د اريانا راډيو ټلوېزيون خبرياله مينا خيري چې د پنجشنبې په ورځ له خپلې مورسره يوځای په يوه چاودنه کې ووژل شوه، نن شنبه خاورو ته وسپارل شوه.

مينا خيري له پنځو کالو راهيسي خبريالي کوله.

دې پېښې يو ځل بيا افغان خبريالان وګواښل او دوی یې د پخوا پرتله لا ډېر اندېښمن کړل.

په دې وروستيو کې افغانستان کې د خبريالانو، مدني فعالانو او نامتو څېرو ترورونه زيات شوي دي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د شمېرو له مخې په تېر يوه نيم کال کې د رسنيو ۱۲ کار کوونکي وژل شوي دي.

بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره وګورئ:
XS
SM
MD
LG