د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

د فورچون مجلې فوزیه کوفي د نړۍ ۵۰ سترو رهبرانو په نوملړ کې راوسته


د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي

فورچون امریکایي مجلې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي نوم د نړۍ د ۵۰ سترو رهبرانو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې شامل کړی.

فوزیه کوفي وایي، یادې مجلې په افغانستان کې د اړیکو او د نوموړې په اړه له څېړنو وروسته د دې نوم په دې نوملړ کې شامل کړی دی.

مېرمن کوفي وویل، دا مهال افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، خو په سیاسي برخه کې ښځو ته د هغوی معنی ورکوونکې ونډه نه‌ورکول دي.

له فوزیه کوفي سره د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریالې مرکه کړې او په سر کې د فورچون مجلې او د نړۍ په ۵۰ سترو رهبرانو کې د نوموړې د شاملېدو په اړه پوښتلي دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:07 0:00

XS
SM
MD
LG