د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

په لغمان کې څنګه ناڅاپه طالبان د مهترلام تر څنډو ورسېدل؟


د لغمان والي رحمت‌الله یارمل
د لغمان والي رحمت‌الله یارمل

د لغمان والي رحمت‌الله یارمل وايي، طالبان له مرکز مهترلام په شا شوي او د لغمان په بېلابېلو سیمو کې یې پر ضد تعرضي عملیات روان دي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه مرکه کې وکړې.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ طالبانو د لغمان پر مرکز مهترلام پراخ بریدونه پیل کړل، د مرکز په څنډو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو څو پوستې ونیولې او د لنډ وخت لپاره د مهترلام ځینو برخو ته ننوتل.

وروسته سیمې ته د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز او نورو امنیتي چارواکو ناڅاپي سفر وکړ او لغمان ته‌یې د طالبانو د بریدونو د په شا تمبولو لپاره د اضافي سرتېرو د استولو خبره وکړه.

د لغمان والي رحمت‌الله یارمل ازادي راډیو ته ویلي طالبانو ته‌یې په تېرو دوو ورځو کې درنه مرګ‌ژوبله اړولې.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې ۱۱۰ لوړپوړي او ټیټ پوړي امنیتي چارواکي د وظیفوي غفلت او ملي خیانت په تور نیول شوي دي.

اجمل اند د لغمان له والي رحمت‌الله یارمل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې په لغمان کې څنګه ناڅاپه طالبان د مهترلام تر څنډو ورسېدل؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG