د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د افغانستان د تکواندو معلولو لوبغاړو د برنزو درې مډالونه وګټل


هغه درې افغان لوبغاړي چې د برنزو مډالونه‌یې ګټلي
هغه درې افغان لوبغاړي چې د برنزو مډالونه‌یې ګټلي

د افغانستان د تکواندو معلولو لوبغاړو د پارا المپیک لوبو له غوراوي پړاو د برنزو درې مډالونه وګټل.

دا خبره د تکواندو د ملي فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد یکشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وکړه: "هغه درې افغان لوبغاړي چې د برنزو مډالونه‌یې ګټلي ذبیر امیري، ذکیه خدادادي او عبدالمتین هوتک دي. که څه هم یوازې اتلان د پارا المپيک لوبو ته ولاړل، خو افغان لوبغاړو ته دا درې د برنزو مډالونه ډېر معنوي ارزښت لري ځکه له ګڼو ستونزو سره مخ دي."

د المپیکي لوبو د غوراوي پړاو سیالۍ په اردن کې وشوې.

افغانستان په تکواندو کې دوه د برنزو المپيکي مډالونه لري چې دواړه‌یې روح‌الله نېکپا ګټلي.

که څه هم د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم یو شمېر غړي اردن ته تللي و، خو د کرونا ټسټونه‌یې مثبت وختل او له لوبو پاتې شول.

XS
SM
MD
LG