خبرونه
چارواکي: د غزني قرهباغ ولسوالۍ کې ۱۵ طالبان ووژل شول

چارواکي د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د ۱۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده نن رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې پرون تر غرمې وروسته افغان ځواکونو په ابراهیمخېل کلي کې عملیات ترسره کړل.
ښاغلی جمعهزاده زیاتوي: "له ډلې یې ۱۵ تنه وسلهوال مخالفین وژل شوي، ۴ تنه ټپیان شوي او دوه تنهیې ژوندي نیول شوي دي، په دغه عملیاتو کې د وسلهوالو یو شمېر وسلې، مهمات او وسایط هم لهمنځه وړل شوي، له نېکه مرغه چې په دغه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نهدی اوښتی."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن د شپږیزې لیګ وروستۍ لوبه د امو نهنګانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ده

د کرکټ د شپږیزې د لسم پړاو وروستۍ لوبه نن سهار لس بجې د امو نهنګانو او مسن عینک لوبډلو ترمنځ پیلږي.
په مس عینک لوبډلې کې وتلی ستوری رحمن الله ګربز او په امو نهنګانو لوبډله کې وتلی ستوری عظمت الله عمرزی نن د یو بل پر وړاندې لوبیږي.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکي، د لوبې د نندارې د ټکټونو د پلورل پیل له سهار اوو بجو پیلیږي او تر لسو بجو به روان وي.
دا لوبه د سږکال د شپږیزې وروستۍ لوبه ده.
د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې په باجوړ کې درې ملکیان وژل شوي

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان د پوځ له خوا په پیل شویو عملیاتو کې درې ملکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د پولیسو یوه چارواکو د ازادي راډیو مشال برخې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، "پوځ په باجوړ کې په شدیده توګه عملیات روان کړي او پر سړکونو يې هرځای تالاشۍ پیل کړي دي".
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور او د عوامي نیشنل ګوند دا عملیات غندلي او د دریدو غوښتنه يې کړې ده.
دا عملیات چې د وړمه ورځ د پاکستان د پوځ له خوا په سیمه د دوی په ټکو "د ترهګرو د له منځه وړو" په موخه پیل شوي د خلکو پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي.
د دې عملیاتو پرضد وروسته له هغې د باجوړ په مومندو کې پراخ لاریونونه پیل شول چې د پوځ په ډزو کې د اووم ټولګي زده کوونکی ووژل شو.
د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله په سیمه په زرهاوو کورنۍ د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.
د پاکستان له زندانونو ۱۶۴افغان کډوال راخوشي شوي دي

د پاکستان له زندانونو ۱۶۴افغان کډوال راخوشي شوي دي.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لیږد امر بخت جمال پرون چهارشنبې کورنیو رسنیو ته ویلي،" دا کډوالو په پنجاب او اسلام اباد کې له نیول او زنداني کیدو وروسته دوی ته سپارل شوي دي".
هغه وړاندې ویلي، دغو کسانو له دوو تر نهوو ورځو د بند موده تیره کړې ده.
د بخت جمال په خبره، راخوشي شوي کسان د ننګرهار، لغمان، بامیانو، کونړ، کندهار، غزني، بدخشان، کابل، خوست او پکتیا اوسیدنکي وو، چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه کړای شوي دي.
د پاکستان حکومت وروسته له هغې د افغان کډوالو نیول او زنداني کیدو ته زور ورکړی چې تیره میاشت يې د حکومت کابینې په دې هېواد کې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د کارتونو موده تمدید نه کړه.
پاکستان په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته اخراج کړي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر د قزغیرستان له سفیر سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قزغیزستان سفیر تورداکن سیدیکوف سره کتلي دي.
د دغه وزارت له لورې پرون چهارشنبې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي،"دواړو خواوو د قرغیزستان فورم کې د ګډون په موخه د پلاوی په سفر، له قرغیزي چارواکو د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د درې جانبه تړون د لاسلیک په اړه خبرې اترې کړي دي".
سیدیکوف په دې لیدنه کې تاکید کړی چې قرغیزي سوداګر غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
قرغیزستان یو له هغوو هېوادونو دی چې په دې وروستیو کې يې په افغانستان له پانګونې سره لیوالتیا زیاته شوې ده.
که څه هم دا هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنې خو د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ورسره نژدې اړیکې پالي.
پاکستان په تیرو دوو کلونو کې افغانستان ته د توکو او خدمتونو په صادراتو کې نژدې ۴۰سلنه زیاتوالی راوستی دی

پاکستان په تیرو دوو کلونو کې افغانستان ته د توکو او خدمتونو په صادراتو کې نژدې ۴۰سلنه زیاتوالی راوستی دی.
د پاکستان د دولتي بانک د شمیرو له مخې، په تیرو دوو کلونو کې پاکستان د نژدې ۸۰میلیونو ډالرو په ارزښت توکو او خدمتونه افغانستان ته صادر کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هرکال اته سلنه صادرات د پاکستان له لورې افغانستان ته لوړ شوي.
بل لور ته له افغانستانه پاکستان ته په وارداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.
د شمیرو له مخې، په تیر یوکال کې له افغانستانه پاکستان ته د وارداتو ارزښت له څه باندې ۱۱میلیونو څخه نژدې ۲۶میلیونو ډالرو ته رسیدلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په صادارتو او وارداتو کې زیاتوالی په داسې حال کې دی چې تیره اونۍ افغان او پاکستاني لورې پریکړه وکړه چې دواړو خواوو ته د میوو او سبزیجاتو په ګډون په یو شمیر توکو تعرفي راټیټې کړي.
په باجوړ کې د پاکستان د پوځ پرضد پراخ لاریونونه پیل شوي

د خیبرپښتونخوا په جاجوړ کې د پاکستان د پوځ پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا زرګونه کسان د باجوړ په عمري چوک کې راټول شوي چې د ښځو په ګډون ماشومان، سیاسي مشران او د بشري حقونو فعالان هم دې لاریونونو ته ورغلي دي.
لاریون کوونکي د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شویو عملیاتو د دریدو غوښتنه کوي.
د پاکستان پوځ په سیمه کې د دوی په ټکو د "ترهګرو د له منځه وړو" په موخه دا عملیات پیل کړي دي.
په باجوړ کې دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د "مروان" په نوم د اووم ټولګي یو زده کوونکی ووژل شو.
راپورونه وايي، دا زده کوونکی پرون وژل شوی او نن يې جنازه خاورو ته سپارل کیږي.
د پوځ د عملیاتو په پایله کې په زرهاوو کورنۍ د مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.
باجوړ د خیبرپښتونخوا هغه سیمه ده چې امنیتي وضعیت په کې ښه نه دی.
تیره میاشت د پښتنو ملتپاله او سیاستوال مولانا خانزیب په یوه برید کې ووژل شو.
استرالیا د قانون له مخې ماشومان ته د یوټیوب د کارولو اجازه نه ورکوي

د استرالیا حکومت یو نوی قانون اعلان کړی چې له مخې يې د روان کال له ډیسمبر وروسته له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په یوټیوب کې اکونټ ولري.
په استرالیا کې د قانون له مخې ماشومان د فیسبوک، اینستاګرام او ټیک ټاک اکونټونو د جوړولو اجازه نه لري.
یوټیوب مخکې له دې قانونه مستثنا وو.
د دغه قانون موخه له ټولنیز او رواني فشارونو د ماشومانو ساتنه ده.
د استرالیا حکومت وايي، له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې شرکتونه ۵۰میلیونه استرالیايي ډالره جریمه کیږي.
یوټیوب دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي، دا پلټفارم یوازې د ویډیوګانو د شریکول لپاره دی.
د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور له مخې، ماشومان کولی شي د یوټیوب ویډیوګانو ته لاسرسی ولري خو خپله په کې اکونټ جوړولی نشي.
انلان لوبې، پیغامونه، تعلیمي او د روغتیا اړونده موارد له دې قانونه مستثنا دي، ځکه ماشومانو ته کم زیان رسوي.
د طالبانو حکومت؛ ایران په دریو میاشتو کې نژدې دوه میلیونه افغان کډوال اخراج کړي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، ایران په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا یومیلیون ۸۰۰زره افغان کډوال اخراج کړي دي.
دغه وزارت نن چهارشنبې په کابل کې د یو کلنو لاسته راوړنو په ناسته کې ویلي، " دا کډوال په جبري توګه اخراج شوي".
د دغه وزارت په ټکو، پاکستان بیا په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړي دي.
وړاندې راغلي چې ترکیې هم ۵۱۳۴ افغان کډوال اخراج کړي دي.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ترکیې او جرمني هم سږکال ډير شمیر افغانستان کډوال بیرته افغانستان ته دپیورټ کړل.
د ملګرو ملتونو ادارو ویلي، افغانستان ته د دغو کډوالو ستنیدل به، په دې هېواد کې روان بشري بحران لا پسې ژور کړي.
عراقچي: له امریکا سره د اټومي تړون پر سر د خبرو بیا پيل ته کومه ځانګړې او منظمه برنامه نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو د بیا پيل لپاره هیڅ کومه ځانګړې برنامه نه ده تنظیم شوې.
عراقچي پرون سه شنبه ( د زمري ۷مه) د اسراییل-ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې د قربانیانو د یاد غونډې په څنډه کې دا خبره وکړه.
د ایران او متحده ایالتونو مرکچیانو سږ کال یوه اټومي تړون ته د رسیدو په هدف پنځه پړاوه خبرې وکړې او شپږم پړاو یې چې مسقط کې پلان شوی و، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته لغو شو.
د ایران او اسراییل د بریدونو پر دوام د متحده ایالتونو ځانګړو جنګي الوتکو د ایران درې اټومي تاسیسات فوردو، نطنز او اصفهان په نښه کړل چې د چارواکو په خبره ( په بشپړ ډول) له منځه ولاړل.
روسیې کې له زورورې زلزلزې وروسته سونامي، جاپان او امریکا کې هم د سونامی خبرداری ورکړل شوی

د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا ټاپوزمه نن چهارشنبه ( د زمري ۸مه) د ریښتر په کچه ۸ اعشاریه ۷ درجې زورورې زلزلې ولړزوله.
د دغې زلزلې له کبله د روسیې په لرې ختیځ کې سونامامي یو ښارګوټی ځپلی او د جاپان او متحده ایالتونو په ساحلي سیمو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی او له خلکو د تخلیې غوښتنه شوې.
اسوشیتد پریس خبري اژانس ویلي چې زلزله کې څو تنه ټپيان شوي او ګڼ شمیر خلک تخلیه شوي دي.
تر زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.