د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د اوربند دوهمه ورځ؛ نورستان کې د ځنګل پر سر قومي شخړې دوه تنه وژلي


یو شمېر وسله وال
یو شمېر وسله وال

که له یوې خوا حکومت او وسله والو طالبانو اوربند کړی، خو له بلې خوا داسې ستونزې شته چې بیا هم په کې د افغانانو وېنې تویږي.

د نورستان نورګرام ولسوالۍ شام دره چې په کې د ځڼغوزو پرېمانه ځنګلونه دي، تېره چهارشنبه د ځنګل پرسر د دوو قومونو ترمنځ جګړه شوې او په کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکي صاحب داد همدرد ازادي راډیو ته وویل: "نورګرام ولسوالۍ د شام درې (د باغ ترنګ او چايي) په نوم د کلیو ترمنځ د روژې په ۲۹ مه نېټه جګړه وشوه، په دغه جګړه کې پر یو او بل د هاوانونو، میزایلو او دهشکو ډزې شوي. په جګړه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه ټپیان دي. دغې شخړې ته دایمي حل په کار دی، نو حکومت دې د دواړو خواوو په منځ کې منځګړیتوب وکړي."

یو شمېر وسله وال
یو شمېر وسله وال

په نورګرام کې سیمه ییز چارواکي وايي، د جګړې پای ته رسولو او له سنګرونو د دواړو خواو راکوزولو لپاره يې په سلګونه کسان لېږلي چې ورسره جګړه راکمه شوې ده.

د نورګرام ولسوال مولوي عنایت الرحمن ازادي راډیو ته وویل: "پرون تقریباً موږ د پشه ګر درې نه ۶۰۰ تنه د شام درې ته ولېږل او له ودوو درې مو هم دوه سوه تنه لېږلي دي. اوس انشاالله جنګ کنټرول شوی. له دواړو لورو دوه تنه مړه شوي. ټپیانو کې څلور ماشومان له یوه خوا دي، درې ماشومان د بل خوا دي او پنځه ښځې له بل خوا دي."

د نورګرام شام دره کې په داسې حال کې د ځنګل پرسر د دوو کلیو ترمنځ جګړه پيښېږي چې د نورستان په کامدیش کې هم د ځمکې پر سر د کوشتوزویانو او کامدیشیانو ترمنځ له تېرو ۲۵ کلونو ستونزه موجوده ده، په یاده موده کې څو ځلي جنګونه هم شوي چې د خلکو په وینا په کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیاتو کوشتوزیانو خپل کورونه پرې ايښي هم دي.

د خلکو په خبره چې تر اوسه حکومت داسې کوم قدم نه دی پورته کړی چې ورسره په کامدیش او نورګرام کې د قومونو ترمنځ را پیدا شوې شخړې حل کړي.

XS
SM
MD
LG