د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

هشت صبح: افغان حکومت دې یوازې برید نه غندي امنیت دې هم خوندي کړي


ارشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
ارشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په ګډون، د سید الشهدا پر ښوونځي برید، کابل ته د پاکستان د لوی درستیز راتګ او د اوربند په اړه په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، په کابل کې د سیدالشهدا په ښوونځي خونړی برید چې له امله یې ۸۵ زده کوونکي ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول په ملي او نړیواله کچه سخت وغندل شو.

په سرمقاله کې راغلي، تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا برید په سختو ټکو غندلی او د دې سازمان په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ټول هېوادونه دې د نړیوال قوانینو او د امنیت شورا له پرېکړې سره سم د پېښې د عاملینو په مجازات کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

لیکوال تمه ښيي چې د امنیت شورا غړي هېوادونه باید د وسله‌والو ډلو ملاتړ هېوادونو خبرداري ترڅنګ، د دې پېښې د عاملینو په پېژندلو کې لاس په کار شي.

د لیکوال په اند، هېڅ ډلې هم د دې برید مسوولیت نه دی منلی چې دا ابهام د عاملینو د مجازاتو او د عدالت غوښتنې مساله یو څه ستونزمنوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د خلکو د امنیت خوندیتوب د دولت له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه دی چې د لیکوال په باور افغان دولت باید یوازې برید ونه غندي، بلکې مسوولیت لري چې د خلکو امنیت خوندي او د داسې پېښو عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپانې بیا کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د وروستي سفر په اړه تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، دا د یو لوړ پوړي پاکستاني پوځي چارواکی سفر دی، ایا هدف یې د سولې په بهیر کې چنې وهل دي؟ هغه بهیر چې د لیکوال په اند، له لوړو او ژورو سره مخ دی او راتلونکی یې هم چندانې روښانه نه برېښي.

وړاندې راغلي، جنرال باجوه د تېر لمریز کال د کب په میاشت کې بحرین ته سفر کړی و او هلته یې د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب، لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د ملي امنیت له رئیس احمد ضیا سراج سره کتلي و.

په سرمقاله کې یادونه شوې، پاکستان ادعا کوي چې طالبان یې له افغان حکومت سره د سولې میز ته کېنول چې د لیکوال په اند دا تر یو ځایه پرځای خبره هم ده.

د لیکوال په باور، که طالبان سوله وکړي، نظام ته داخل شي، هېواد به ارام شي، له شک پرته د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره به اړیکې ټینګې کړي، له هغې ډلې یو هم هند دی چې پاکستان یې نه خوښوي او پاکستان تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د هند لاس لنډ کړي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، پاکستان ډاډه نه دی چې واک کې د طالبانو له ګډون وروسته به په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیول شي، پاکستان له همدې امله هم اندېښمن دی چې له واک وروسته به طالبان اسلام اباد ته شاه کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د جمهور رییس محمد اشرف غني هغه سېګنالونه چې پاکستان ته ویلي و، درست انتخاب وکړئ 'دوست یا دښمن' دې پيغام جنرال باجوه مجبور کړی چې کابل ته سفر وکړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په اختر کې د اوربند په اړه لیکنه کړې او لیکي، دا ځل په اوربند کې طالبان مخکې شول او وروسته افغان حکومت هم درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

په سرمقاله کې راغلي، که طالبانو په روژه کې د افغان حکومت د اوربند وړاندیز ته د رد ځواب نه وای ویلی، نو د لیکوال په اند په دې میاشت کې به دومره زیاتې وینې نه وي بهېدلې.

د سرمقالې په پای کې لیکوال وړاندیز کوي چې دا اوربند دې له اختر وروسته تمدید او دواړه خواوې دې د سولې لپاره صادقانه د خبرو مېز ته کېني.

XS
SM
MD
LG