د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د لوګر روغتون ته د پېښې له ځایه د وژل شوېو ۲۱ جسدونه وروړل شوي


د لوګر د پېښې مړي
د لوګر د پېښې مړي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دې ولایت د امین الله خان لوګري روغتون ته د موټر بم د سیمې څخه ۲۱ د وژل شوېو مړي او ۷۴ ټپیان ور وړل شوي دي.

نن د شنبې په ورځ د نائیب امین الله خان لوګري د روغتون نوکریوال ډاکټر میرویس لطیف زي ازادي راډیو ته وویل، د موټر بم برید چې ماښام مهال وشوه، د نورو زیانونو تر څنګ يې دې روغتون ته هم زیان واړوه او تر لسو پورې روغتیايي کار کوونکي هم په کې ټپیان شول.

ده وویل، دا چې دې روغتون زیان لیدلی، نو دوی ډیری عاجل ناروغان تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته د درملنې لپاره کابل ته ولیږل.

میرویس لطیف زي زیاته کړه: "مجموعاً زخمیان چې تر اوسه ما ثبت کړي دي، ۷۴ زخیمان دې روغتون راوړل شوي او ۲۱ شهیدان انتقال شوي دي، په دې ټپیانو کې د څلويښتو ورځو ماشوم هم وو، زنانه هم په کې وې، ځوانان او سپین ږیري هم په کې وو، خپله شفاخانه تر دې زیانمنه شوې چې د زخمیانو د پوره تداوی نه دی، نو ځکه موږ اکثره ټپیان کابل ته ریفر کړل او شهیدانو ته مو خپل اهتمامات کړي دي."

د پېښې ځای ته د یو نږدې مارکیټ چوکیدار طلامحمد وویل، د لوګر په پل علم سیمه کې موټر بم برید خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه واړول.

ده زیاته کړه، د دوی په مارکیټ کې هم یو شمېر کسان ټپیان شوي دي، خو تر ډېره يې روغتیايي وضعیت ښه دی.

د حاجي تواب په نوم یو کس چې په دې پېښه کې يې کور زیانمن شوی وايي، په دې ځای کې هیڅ وداني او مارکیټ روغ نه دی پاتې شوی.

ده له حکومت غوښتنه وکړه چې زیانمنو سره دې بیړنۍ مرستې وشي.

تېره شبه د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي و چې دا چاودنه د ولایتي شورا د پخواني رئیس پر مېلمستون شوې ده: "دا ځای د ولایتي شورا د پخواني رئیس ډاکټر صاحب ولي وکیل مېلمستون و. هلته یوه ډاینا راځي او وايي، موږ د موسسې خلک یو، روژه ماتی راوباسئ. موټر چې دننه ننوځي، انفجار کوي، هغه کور ټول مکمل ویجاړېږي."

ښاغلی ستانکزي زیاتوي، په دې موټر بم برید کې مېلمستون ته نژدې د روغتیا ریاست روغتون هم سخت زیانمن شوی دی.

د یادې پيښې د قربانیانو او ټپیانو شمېر د تغییر په حال کې دی.

د لوګر پېښه کې وژل شوي خلک
د لوګر پېښه کې وژل شوي خلک

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په خبرو کې دا چاودنه د طالبانو کار بللی او ویلي يې دي چې په دې پيښه کې ټوله مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

که څه هم افغان چارواکو برید د وسله والو طالبانو له خوا تر سره شوی بللی دی خو تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.

په افغانستان کې اروپايي ټولنې په خپل ټویټر د لوګر د پېښې قربانیانو سره د خواخوږۍ په پار لیکلي چې د ملکیانو وژل او ژوبلول د ټول هېواد لپاره یوه تراژیدي ده او په ټکو یې دا ډول بې معنا حملې باید ژر ودریږي.

XS
SM
MD
LG