د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د بهرنیو ځواکونو وتو او افغانستان کې د کورنیو جګړو احتمال ته د ولسي جرګې اندېښنې


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو او په دې هېواد کې د کورنیو جګړو احتمال ته اندېښمن دي.

دغه اندېښنې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۳۰» د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې مطرح شوې.

د جرګې رئیس میر رحمان رحماني وویل، افغانستان په ناوړه وضعیت کې دی، ده د خلکو په یووالي ټینګار وکړ.

ښاغلی رحماني زیاتوي: "هېواد په ناوړه شرایطو کې دی، د خلکو د روحیې د کمزوري کولو لپاره د پټو او ښکاره منابعو څخه تبلیغات کېږي څو قومونه سره بېل او دغه هېواد یو ځل بیا په نیابتي جګړو واړوي. هغه خبرې چې ملي یووالي ته زیان رسوي باید ډډه ترې وشي."

د افغانستان ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني
د افغانستان ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

که څه هم د حکومت مشران او ځیني سیاسیون له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل، نظام او امنیت ته خطر نه‌ګڼي، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د دغو ځواکونو وتلو په خلکو کې دا اندېښنې پیدا کړي چې په هېواد کې د کورنیو جګړو احتمال لیرې خبره نه‌ده.

بلقیس روشن وايي، ځینو سیاسي څېرو سر له اوسه د قدرت ښودل پیل کړي دي: "خلک د جنګسالارانو او طالبانو ترمنځ کورنیو جګړو اندېښمن کړي، خلک اندېښنې لري چې یا مو جنګسالاران وژني او یا مو طالبان. حاکمان هم د نظامیانو او غیر نظامیانو د ژغورلو په فکر کې نه‌دي. دوی یو بل ته ښيي چې کوم هېواد یې تر شا ولاړ دی، د خلکو غوښې مو وخوړلې، نور په دې هېواد کې حق نه‌لرئ."

د جرګې بل غړی خان اقا رضايي وايي: "خلک ډارېږي، خلک د اوسني نظام له لاسه وتو اندېښمن کړي، طالبان باید پوه شي چې د بهرنیو ځواکونو وتل د نظام سقوط نه‌دی، خلک له نظامه دفاع کوي، نه له هغو کسانو چې قدرت‌یې انحصار کړی، په دغو شرایطو کې باید ملي یووالی په رښتینې بڼه تمثیل کړو. پرته له دې، خلک اړ وځي چې شاید درېیم تصمیم ونیسي."

ارشیف، افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي سرتېري
ارشیف، افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي سرتېري

هڅه مو وکړه په دې اړه د حکومت نظر ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

خو مخکې له دې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون چارواکو ویلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو توان لري او نه‌پرېږدي چې هېواد په کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

د امریکا د وروستي تصمیم له مخې، له افغانستان نه به د بهرنیو ځواکونو وتل د روان میلادي کال د مې په لومړۍ پیل او د سپټمبر تر ۱۱مې به پای ته ورسېږي.

افغان او امریکايي چارواکي پر دې ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به هېواد کورنیو جګړو ته لاړ نه‌شي.

XS
SM
MD
LG