د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د درملو اتحادیې ټول افغانستان کې کاري اعتصاب پیل کړ


د درملو د اتحادیې خبري ناسته
د درملو د اتحادیې خبري ناسته

وروسته له دې چې افغانستان کې د درملو د خدمتونو د انحصارولو طرحې د لغوې پرېکړه لیک صادر شو، د درملو د اتحادیې په ټول هېواد کې کاري اعتصاب پیل کړ.

دوی د روان وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، وروسته له هغې اعتراض وکړ چې د درملو د تنظیم ملي ادارې، د درملو د خدمتونو د انحصار طرحه جمهور رئیس ته وړاندې کړې چې پر بنسټ به یې د درملو د واردلو د ۵۰۰ شرکتونو فعالیت دریږي.

د درملو د اتحادیې مشر اسدالله کاکړ وایي، حکومت غواړي د درملو واردات او خرڅلاو پنځه شرکتونو ته ورکړي او هر شرکت ته په ځنځیري ډول ۵۰۰ درملتونونه پرانیزي.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه: "دا ډول معلومیږي چې د جمهور رئیس شااوخوا څو انحصاري کړۍ دي چې ګټه یې څو ځانګړو کسانو ته رسېږي، داسې به زموږ خلک ډېر زیامن شي."

د درملو د اتحادیې خبري ناسته
د درملو د اتحادیې خبري ناسته

د ښاغلي کاکړ په خبره، سره له دې چې د درملو واردونکي شرکتونه د فعالیت جواز لري، خو مالونه یې په اونیو د هېوادونو ترمنځ پر پولو کې درول کېږي.

خو د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ازادي راډیو ته وویل، دا اصلاحي طرحه یې د خوړو او درملو د چارو د تنظیم په موخه جوړه کړې چې د درملو د وارداتو د انحصارولو یادونه په کې نه ده شوې.

د دې ادارې مشر ابراهیم شینواري ازادي راډیو ته وویل: "هېڅ داسې پرېکړن نشته چې پر بنسټ یې د درملو سیسټم پنځو شرکتونو پورې وتړل شي، دوی هېڅ کوم سند نه لري موږ باید په یو ډول پر ټولو قانون تطبیق او د خدمتونو سیسټم اسانه کړو، کاري اعتصاب او د درملتونونو تړل د خلکو له ژوند سره لوبې دي او هېڅ څوک د دې حق نه لري چې وېې تړي."

د درمل پلورونکو د اتحادیې غړو د دوشنبې په ورځ د اته ماده ییزې پرېکړې په خپرولو سره د دې طرحې د لغوه کولو غوښته وکړه.

خو وروسته له دې چې غوښتنه یې و نه منل شوه، هغوی له دوو ورځو را په دېخوا کاري اعتصاب پیل کړی دی.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، اوس مهال په هېواد کې د درملو واردولو۵۰۰ شرکتونه فعالیت لري چې څه د پاسه ۲ زره قلمه درمل هېواد ته واردوي.

XS
SM
MD
LG