د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د پاکستان پولیسو ولې منظور پشتین او د هغه نور ملګري نیولي؟


د پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) مشر منظور احمد پشتین
د پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) مشر منظور احمد پشتین

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا مشر افراسیاب خټک وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او یو شمېر غړو نیول پاروونکی او ناقانونه کار دی.

هغه یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د منظور پښتین نیول به لا پښتانه ځوانانو سره متحده کړي او د ده په خبره د پاکستان حکومت به له سخت عکس‌العمل سره مخ شي.

د راپورونو له مخې د پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) مشر منظور احمد پشتین او د غورځنګ نور مخکښ غړي پرون یوه لوی لاریون ته د ورتلو په لار نیول شوي او د دېره اسماعیل خان محبس ته وړل شوي دي.

له افراسیاب خټک سره صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې له هغه پوښتنه کړې چې د پاکستان پولیسو ولې منظور پشتین او د هغه نور ملګري نیولي دي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG