د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

جاپان به سږ د المپیکي سیالیو لپاره د٩٠ زرو کسانو کوربه وي


آرشیف
آرشیف

جاپان به د سږکال په المپیک سیالیو کې د لږ تر لږه ٩٠ زرو کسانو کوربه وي.

د ورزشي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، جاپان په دې هڅه کې دی چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ٩٠ زرو څخه د ډېرو بهرنیانانو د تګ مخه ونیسي.

دغه شمېر د روغتیایي تړونونو د پلي کېدو او کرونا ویروس مخنیوي په هدف ترسره کېږي.

ویل کېږي چې د توکیو المپیک سیالیو کې به ١٥ زره لوبغاړي لوبېږي او ٧٥ زره نور به لوبڅاران،خبریالان، مالي ملاتړ کوونکي او د ټیمونو ملاتړي وي.

ټاکل شوې وه چې د توکیو المپیک سیالۍ د۲۰۲۰ میلادي کال په اوړي کې وشي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله وځنډول شوې او ټاکل شوې چې دغه سیالۍ تر یوې میاشتې په جاپان کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG