د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

له بلوچستانه د منظور پښتین اخراجولو، عکس العملونه پارولي


د پښتون¬ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون¬ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون­ ژغورنې غورځنګ غړي بلال پښتون چې له منظور پښتین سره په دې سفر کې ملګری و، ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دوشنبې (د کب ۱۱) سهار چمن ښار ته ورسېدل، خو هلته محلي چارواکو ورته وویل چې منظور پښتین بلوچستان ایالت ته د سفر کولو اجازه نه لري.

منظور پښتین او د پښتون­ژغورنې غورځنګ نورو ملاتړو غوښتل د اسد خان اڅکزي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي.

اسد خان اڅکزی چې په بلوچستان ایالت کې د عوامي نېشنل ګوند ویاند و، پنځه میاشتې مخکې د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو، خو مړی یې تېره شنبه د کوټې په یوه اړونده سیمه کې وموندل شو او تېره یکشنبه خاورو ته وسپارل شو.

د عوامي نېشنل ګوند په لسګونو پلویانو د دې پېښې پرخلاف د کوټې پر ځینو واټونو احتجاجونه وکړل، یوه ویناوال ایالتي چارواکي په بې کفایتۍ تورن کړل: "د اسد خان په شهادت باندې د عوامي نېشنل پارټۍ هر کارکوونکي او ملاتړي ته نور جرئت پیدا کېږي. د ظلم انتها یې دا شوه چې مسخه شوي لاشونه غورځوي. هدف د خلکو په زړونو کې توره وېره خپرول دي چې یو دې وژنم او بل دې مړی په داسې حال کې کور ته لېږم چې څوک یې پېژني هم نه."

د اسدخان اڅکزي د جنازې مراسم
د اسدخان اڅکزي د جنازې مراسم

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو ویلي چې پولیسو د دې قتل په تړاو د ځینو مشکوکو کسانو د نیول کېدو خبره ورته کړې او دا یې هم ورته ویلي چې نیول شوېو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د پښتون ژغورنې پر غورځنګ له لګول شوېو محدودیتونو او ورکړل شوېو خبرداریو سره-سره پرون د غورځنګ مشر منظور پښتین او ځینو ملاتړو یې د اسد خان اڅکزي د کورنۍ له غړو سره وکتل.

د بلوچستان ایالتي حکومت په ډیسمبر میاشت کې ظاهراً په امنیتي دلایلو د ۹۰ ورځو لپاره دغه ایالت ته د منظور پښتین پر داخلېدو بندیز ولګاوه، وروسته یې دغه بندیز تر نامعلومې مودې وغزاوه.

پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) له ۲۰۱۸میلادي کال راهیسې په پاکستان کې د شااوخوا ۳۵ میلیونه پښتنو د مدني حقونو لپاره مبارزه کوي چې ډېری یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته دي.

د پاکستان پوځ په دغو قبایلي سیمو کې څو- څو وارې پوځي عملیات کړي او وايي پاکستاني طالبانو ته یې په دغو سیمو کې ماتې ورکړې ده.

پي. ټي. ام توانېدلی په وروستیو کلونو کې په زرګونو کسان پراخو مظاهرو ته راوبولي او د پاکستان د ځواکمن پوځ پر ظالمانه تاکتیکونو انتقاد وکړي.

د اعتراضونو برخوالو ویلي، د پاکستان پوځ له ۲۰۰۳میلادي کال راهیسې په زرګونو ملکي پښتانه وژلي او په میلیونونو نور یې له خپلو کورونو بې ځایه کېدو ته مجبوره کړي، خو د پاکستان حکومت دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG