د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

صالح: التحریر ګوند غیرقانوني دی، د سیاسي فعالیت او تبلیغاتو حق نه لري


التحریر ګوند غړي، عکس تئزیني بڼه لري
التحریر ګوند غړي، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د التحریر ګوند له عدلیې وزارت سره ثبت او راجستر نه دی او دولت یې په رسمیت نه پیژني، خو دغه ګوند بیا د افغانستان په قوانینو نیوکې کړي دي.

ښاغلي صالح د یکشنبې په سهار په خپل فېسبوک پاڼې کې ولیکل، تر کومه چې دغه ګوند ثبت نه شي د تبلیغ او غونډېدو او فعالیت حق نه لري .

نوموړي وویل چې د دغه ګوند یو شمېر فعالان له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري.

ښاغلي صالح لیکلي چې په نږدې راتلونکي کې د دغې لړۍ له فعالينو سره د حقوقي او قانوني چلند د څرنګوالي پر پاليسۍ بحث کوي نو تر هغه پورې د التحریر ګوند غړي باید د تبلیغ او نظام پر وړاندې له فعالیته لاس واخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح

خو التحریر ګوند د ښاغلي صالح تر څرګندونو وروسته په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دغه ګوند په فعالیت کې ستونزه نشته بلکې د افغانستان په قوانینو کې ستونزه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان دولت باید دموکراسي نه اسلام د خپلو قوانینو بنسټ وګرخوي .

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د افغانستان په تاریخ کې د ګوندونو د نه ثبت خبره هم نوې نه ده او جهادي ګوندونو د جهاد د پیل پر مهال له واکمن رژیم د فعالیت جوازونه اخیستي و.

خو د افغانستان د عدلیې وزارت هم التحریر ګوند افراطي یادوي او وایې چې دغه ګوند تر ډېره ترهګریز فعالیتونه کوي .

د دغه وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې زکیې عادلي ازادي راډیو ته وویل:"که څه هم نوم یې یو حزب دی، التحریر ګوند، خو عملاً دا یو حزب نه دی، دا یو افراطي جریان دی چې تر ډېره یې هدف په نړۍ کې خلافت دی او یو کورنۍ هدف هم لري چې افغانستان پورې اړه نه لري، دا یو داسې حزب دی چې له افغانستانه بهر جوړ شوی، خو په افعانستان کې یې خپل فعالیتونو ته زور ورکړی، نو په دې اساس د دې ګوند جوړښت او هدف یو ګوند ته ورته نه دي، بلکې دا تر ډېره یو افراطي ایډیولوژیک غورځنګ دی چې تر ډېره تروریستي مسایلو لپاره کسان جلبوي او په همدې برخه کې فعالیت کوي."

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ دا مهال له دغه وزارت سره ٧٢ پورې ګوندونه راجستر دي، خو د غیر قانوني ګوندونو په اړه یې معلومات ور نه کړل.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د التحریر ګوند د فعالیتونو په تړاو د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولري، خو دغه وزارت د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په خبرو بسنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې تر ښاغلي صالح مخکې یو شمېر نورو افغان چارواکو هم د التحریر ګوند فعالیتونو په تړاو اندېښنې مطرح کړي دي.

د ملي وحدت حکومت پخواني اجرائیه رئیس او اوس مهال د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په ۱۳۹۴ کال کې د التحریر ګوند د تروریستي جریانونو پوځي برخه ګڼلې وه او ویلي یې و چې دغه ګوند ځوانان تروریسي فعالیتونو ته هڅوي.

التحریر ګوند خپل فعالیتونه سیاسي بولي چې په وینا یې اسلامي ایدیولوژۍ باندې ولاړ دي.

التحریر ګوند یوه نړېواله شبکه ده چې د تقی‌الدین النبهاني فلسطیني عالم له لوري په ۱۹۵۳ میلادي کال کې په فلسطین کې جوړ شو.

دغه ګوند د خپل جوړښت هدف اسلامي ژوند او خلافت پیل کول، اسلام ته د نړۍ بلنه، خلکو ته د اسلامي لارښوونو راستنول، د کفري نظامونو او افکارو پر وړاندې مبارزه یادوي.

التحریر ګوند په یو شمېر اسلامي هېوادونو لکه افغانستان، ازبېکستان، یمن، تونس، تاجکستان، فلسطین، سوریه، عراق او ان په یو شمېر غیر اسلامي هېوادونو لکه هالنډ، ډنمارک، سویډن، بریټانیا کې هم فعالیت کوي.

یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې افغانستان د دې ګوند فعالیتونه تروریستي ګڼلې.

التحریر ګوند ۱۸ کاله وړاندې یعنې په ۲۰۰۳ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی او لا هم فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG