د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

امریکا د روسي بېړيو پر يوه خاوند اضافي بنديزونه ولګول


آرشیف
آرشیف

د امریکا متحدو ایالتونو پر هغې روسي بېړۍ او د بېړيو پر خاوند اضافي بندیزونه ولګول چې له روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د نللیکې نارد ستریم ۲ پر جوړولو کار کوي.

خو د حکومت دا اقدام د کانګرس د جمهوریپالو استازو له فوري انتقاد سره مخامخ شو او هغه یې ناکافي وباله.

بندیزونه د بهرنیو چارو وزارت له لوري پرون کانګرس ته په یوه راپور کې وړاندې شول.

دوو جمهوریپالو استازو سمدلاسه اعلان وکړ، چې حکومت پر نورو هدفونو د بندیزونو په لګولو کې پاتې راغلی دی.

دوی له حکومته وغوښتل، چې په دې اړه توضیح ورکړي چې د پایپ لاین د جوړېدو د مخنیوي لپاره څه اقدامات کوي.

په سنا جرګه کې د جمهوریپال ګوند د ټکساس ایالت استازي مایکل مک کال وویل، پر مخکینیو برخو یو څه نور بندیزونه کافي نه دي، د استازو هدف نه پوره کوي او د نللیکې د جوړېدو مخه نه نیسي.

ده په عین حال کې وویل، که پرېښودل شي چې دا پایپ لاین جوړ شي دا به له دې پرته چې د ولادیمیر پوتین لپاره یو بری وي، بل څه نه وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

بل جمهوریپال سناتور جیم ریش د مک کال څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې په کانګریس کې دواړو ګوندونو د پایپ لاین د جوړېدو په اړه ګڼې لایحې تصویب کړي دي.

د دې نللیکې د جوړولو کار د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې وروسته له دې وځنډول شو چې امریکا پر دې پروژې بندیزونه ولګول.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به جرمني ته د روسیې د ګازو صادرات دوه برابره شي.

د امریکا د بندیزونو له ګواښ او د چاپیریال ساتنې د ملاتړو له مخالفت سره سره د جرمني فدرالي اداره چې د سمندري اوبو مسوولیت لري، د دغه پایپ لاین د رغنیزو چارو اجازه ورکړې.

د امریکا متحده ایالتونو او یو شمېر اروپايي هېوادونو د دې پروژې مخالفت کړی، ځکه د هغوی په باور د دې پایپ لاین بشپړېدل به په اروپا کې د روسیې د ګازو تاثیر زیات کړي او د روسیې د ګازو د ټرانزيټ د لارې په توګه د اوکراین رول له منځه وړي.

د دغه پایپ لاین موضوع د واشنګټن او برلین د اختلافونو یوه اصلي موضوع بلل کېږي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د جمعې په ورځ هیله څرګنده کړه، چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له نوې ادارې سره په دې اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG