د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د خوست ښاریان وايي د توکو لوړو بیو یې ژوند ور تریخ کړی


د خوست ښار یوه څنډه
د خوست ښار یوه څنډه

خوستوال وايي، دې ولایت کې د افغانیو له ترویج او کرونا وبا له راتلو وروسته د لومړنیو توکو بیې بې سارې لوړې شوي دي.

دوی وايي، د بیو لوړوالي په ځانګړي ډول پر بې وزلو کورنیو ډېره ناوړه اغېزه کړې ده.

۲۷ کلن محمد حسن خوست ښار کې لاس ګاډۍ چلوي وايي، د ورځې د ټولې خوارۍ ثمره یې دوه یا درې سوه افغانۍ وي، خو په وینا یې د خوراکي او نورو توکو بیې دومره لوړې دي چې دی او د ده په څېر ډېر بې وزله کسان یې د پېرلو توان نه لري.

محمد حسن وايي: "دوه، یا دوه نیم سوه افغانۍ وګټو، هغه د سبزي پیسې هم نه ترې جوړېږي، ګهیځ چې راووځو، له زړه مو یو الله خبر وي چې نن به څه وګټو یا نه؟ چای پورې یې خورو، وچه یې خورو، مخکې چې یو شی په سل کلدارې و اوس په سل افغانۍ دی هغه په دې ګاډۍ پوره کوو."

د خوست ښآر یوه څنډه
د خوست ښآر یوه څنډه

محمد حسن په کرایي کور کې اوسېږي زیاتوي، ډېر کله د ناروغانو او د ژوند نورو چارو لپاره له خلکو په پور پیسې را اخلي.

خو دا یوازې د محمد حسن کیسه نه ده، د ده په څېر د خوست په ښار او ولسوالیو کې ګڼ داسې کسان شته چې د توکو لوړو بیو یې ژوند ور سخت کړی.

دوی که له یوې خوا سوداګر په بې انصافۍ تورنوي، له بلې خوا ځایي مسول چارواکي هم ګرموي چې پر وړاندې یې له جدیت کار نه اخلي.

د راپورونو له مخې افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له پنځوس سلنې پورته ده او د نړیوال د راپور له مخې نیمایي زیات افغانان د ورځې له یوه ډالره کم عاید لري.

ذبیح الله د خوست په ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو دوکان لري وایي، پخوا یې هغه توکي چې په پاکستانیو روپیو پلورل اوس یې په هماغه قیمت په افغانیو پلوري.

دی وایي، په نورو هېوادونو او د هېواد په نورو ولایتونو کې د توکو لوړو بیو په خوست کې هم د توکو په بیو اغېز کړی.

ذبیح الله زیاتوي: "مخکې مو یو شی په ۱۰۰-۱۲۰ کلدارې پلوره، موږ یې په هماغه بیه اوس په افغانیو خرڅوو، ځکه چې موږ ته خپله په همدې بیه راځي."

د خوست ښاروالۍ ریاست مسولین د نرخونو د کنټرول مسولیت د صنعت او سوداګرۍ امریت دنده بولي.

د صنعت او سوداګرۍ امر قدیرشاه حکیمي ازادي راډیو ته وویل، له خصوصي وارداتي شرکتونو، له صنفي اتحادیو او پانګوالو سره د یوې منظمې تګلارې او دوه اړخیزو بحثونو له لارې د توکو د بیو په کنترول کار کوي، خو د ټولو اړونده دولتي ادارو همکاري هم لازمه بولي.

خوست ښآر
خوست ښآر
  • دا چې ولې نرخونه لوړ شوي؟
  • او لا هم نه دي کنترول شوي؟

ښاغلي حکیمي یې په اړه وايي: "د بیو په معیاري کولو کې ډېر کار شوی، د افغانستان په څېر ورداتي هېواد کې چې سوداګري یې د عرف او فرهنګ د پریکړو له مخې مدیریت کیږي، یوه اوږدمهال ته ضرورت لري او اساسي لامل یې د غیر معیاري بازارونو شتون ده او د حل په خاطر یې د اړونده ادارو اخلاصانه همکاري پیش بیني کړې ده."

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د نرخونو لوړوالی په بهرنیو هېوادونو کې د توکو د بیو لوړېدل او دا چې افغانستان په وارداتي برخه کې محدود پاتې شوی، اصلي علتونه بولي.

د خوست د شېخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد رحمت الله منګل له ازادي راډيو سره په خبرو کې په لنډ مهال کې د ګمرګاتو په سیستم کې د فساد له منځه وړل، د درنو مالیاتو کمول او په بازار کې د نرخونو کنټرول د حل لارې بولي.

ښاغلی منګل په اوږدمهال کې بیا له بهره د پانګې را جلبول، د صنعتي ښارګوټو رامنځته کول او ملاتړ، د ټرانزیټي لارو ډېرول او د یوه هېواد پرځای له څو هېوادونو سره د سوداګریزو لارو خلاصون د توکو د بیو د کنټرول اساسي حل لارې بولي.

XS
SM
MD
LG