د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

ایران او روسیې د هند سمندر کې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي


ارشیف
ارشیف

ایران او روسیې د هند د سمندر په شمالي برخو کې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. دغه پوځي تمرینونه د سمندري امنیتي کمربند په نوم په ۱۷ زره متره مربعه ساحه کې پیل شوي دي.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې په دغه ګډو پوځي تمرینونو کې د ایران سمندري ځواکونو، د سپاه پاسدران انقلاب سمندري ځواکونو او د روسیې بحري ځواکونو ګډون کړی دی.

د دغو ګډو تمرینونو ویاند اډمیرال غلام رضا طحاني پرون سې شنبې (د سلواغې ۲۸مه) په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغو تمرینونو هدف دا دی چې په سمندر کې د ژغورنې، مرستې رسولو، د مخابراتي او عملیاتي ګڼو بڼو د تامین په برخه کې له یو بل سره د معلوماتو او وړتیاوو تبادله زیاته شي او هم د کنټرول او قوماندې مسئله تامین شي.

د هغه په وینا د هند سمندري ځواکونه به هم ګاونډيو هېوادونو او سیمې ته د سولې او دوستۍ په نیت له دغو تمرینونو سره یوځای شي.

د ګډو تمرینونو ویاند اډمیرال غلام رضا طحاني
د ګډو تمرینونو ویاند اډمیرال غلام رضا طحاني

د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دغه پوځي تمرینونه به درې ورځې دوام وکړي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې دواړو هېوادونو له چین سره یوځای د هند په سمندر او عمان خلیج کې پوځي تمرینونه ترسره کړي چې دا د ایران او روسیې ترمنځ دوهم ځلي تمرینات دي چې ترسره کوي یې.

ایران او چین دغه راز تېر کال په روسیه کې په پوځي تمرینونو کې هم ګډون کړی و.

ایران دغه راز تېره اوونۍ هم عراق پولي ته څېرمه پوځي تمرینونه ترسره کړل چې د دې هېواد ځمکنیو ځواکونو په کې ګډون کړی و.

ایران د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې په وروستیو ورځو کې چې په اړیکو کې کړکېچ زیات شوی و، دغو پوځي تمرینونو ته مخه کړې ده.

د بایډڼ ادارې د ایران د اټمي تړون سره د بېرته یوځای کېدو لپاره لېوالتیا ښکاره کړې
د بایډڼ ادارې د ایران د اټمي تړون سره د بېرته یوځای کېدو لپاره لېوالتیا ښکاره کړې

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې تهران هڅه کوي چې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن اداره وهڅوي چې بېرته د نړۍ له قدرتونو سره د دې هېواد د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته ور وګرځي.

له دغه تړونه تر وتلو وروسته پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بېرته بندیزونه ولګول.

د بایډڼ ادارې له دغه تړون سره د بېرته یوځای کېدو لپاره لېوالتیا ښکاره کړې، خو ویلي یې دي چې ایران باید پر هغو ژمنو عمل وکړي چې دې وروستیو کې یې ورڅخه سرغړونه کړې ده.

دغه راز یې ویلي چې تهران باید د میزایلو له پروګرامونو او په سیمه کې د نیابتي ډلو له ملاتړه لاس واخلي، خو ایراني چارواکو ویلي چې د میزایلو پروګرام او سیمه ییز سیاست یې هغه څه نه دي چې خبرې پرې وشي.

XS
SM
MD
LG