د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د کونړ ځینې ترکاڼان: له نښترو د زینتي توکو بازار ښه شوی


په کونړ کې د ترکاڼاڼو له خوا جوړ شوي زینتي توکي
په کونړ کې د ترکاڼاڼو له خوا جوړ شوي زینتي توکي

د کونړ په یو شمېر ولسوالیو او مرکز اسعداباد کې په لسګونو ترکاڼان له لرګیو دفتري میزونه، څوکۍ او د کور زینتي او د وړتیا وړ توکي جوړوي .

۲۵ کلن رحیم الله د اسعداباد اوسېدونکی دی او د ترکاڼۍ دکان لري او د کونړ له لرګیو دفتري فرنیچر، د خوب تختونه او د کورونو لپاره زینتي توکي جوړوي : "د خوب تختونه، فرنيچرې، کوچونه، مېزونه، څوکۍ او المارۍ جوړوو. دولتي او خصوصي ادارې او عام خلک يې هم پیري."

یوازې رحیم الله نه دی چې د ترکاڼۍ د وسایلو په وسيله په خپلو هنري ګوتو له لرګیو ښکلي او کمساري توکي جوړوي، بلکې د کونړ مرکز او ولسوالیو کې د رحیم الله په څېر په لسګونو کسان خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو لپاره په خپلو لاسونو د کونړ له لرګیو د فرنیچرو ترڅنګ بېلابېل توکي جوړوي.

کونړ کې زینتي توکي
کونړ کې زینتي توکي

د دوی په خبره پخوا به په دولتي دفترونو، هوټلونو او کورونو کې د پاکستانیو، چینایي او نورو هېوادونو له فرنیچرو او وسایلو کار اخېستل کېده، خو اوس خلکو د دوی په لاسونو له لرګیو جوړو شوېو توکو ته مخه کړې ده.

انځرګل وايي: "د کونړ له نښترو مېوه داني، کوټ بندونه، قندانۍ جوړوم. د پکتیا،کابل، جلال اباد او نورو ځایونو څخه خلک راځي، دوی ټول دغه انتیک توکي خوښوي او پیري یې."

د کار او ټولنېزو چارو رئيس عطاالله نوري په خپل دفتر کې د کونړ له لرګیو د جوړ شوي مېز تر شا په یوه ګلداره لرګېنه څوکۍ ناست دی وايي، پخوا يې دفترونو لپاره بهرنۍ فرنیچرې پېرلې چې په خبره یې ډېرې نازکې وې او ژر به خرابېدلې: "له وطني تولیداتو مو ګټه اخېستې، یو خو دا ډېر مظبوط دي، بل د دفترونو ښکلا مو پرې زیاته شوې ده، نو له خلکو مې هیله دا ده چې له خپلو وطني تولیداتوګټه واخلي."

د کونړ والي محمد اقبال سعید هم پر خلکو له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې سپارښتنه کوي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید هم پر خلکو له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې سپارښتنه کوي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل، ټولو ادارو ته يې امر کړی، څو په خپلو دفترونو کې په کونړ کې له جوړو شوېو څوکیو، مېزونو او له نورو توکو ګټه واخلي.

والي وايي: "د کونړ په ولایت کې موږ ټولو ادارو ته هدایت کړی چې باید د دفترونو ټول لوازم باید د کونړ د لرګي وي، هم مېز، هم څوکۍ او هم کوچ، څو زیاتو کسانو ته د کار زمېنه برابره شي او د نجارانو خوارې بې ځایه لاړه نه شي."

په کونړ کې په داسې حال کې په دولتي دفترونو او کورونو کې له بهرنیو څوکیو مېزونو، د خوب له تختونو او نورو اړینو توکو څخه ګټه اخېستنه کمه شوې او پرځای يې د کونړ له لرګیو په کونړ کې له جوړو شوېو وسایلو څخه استفاده زیاته شوې چې د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې امر کړی چې ټولې دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو په کارولو مکلف دي.

XS
SM
MD
LG