د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

امریکا له چین 'په کرونا ویروس د لومړنیو اخته شویو کسانو' معلومات غوښتي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان له چین څخه وغوښتل چې په کرونا ویروس د لومړنیو اخته شویو کسانو په اړه معلومات وسپاري.

د روغتیا نړیوال سازمان د هغې ډلې چې تېره میاشت‌یې د کرونا د سرچینې په اړه د څېړنو لپاره چین ته سفر کړی و، یوه غړي ویلي؛ چین د لومړنیو ۱۷۴ تنو په اړه چې په ووهان ښار کې په کرونا ویروس اخته شوي وو، د معلوماتو له ورکولو دډه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په چین کې د کرونا د سرچینې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان پر راپور ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له چینايي چارواکو یې غوښتي چې په دې برخه کې معلومات شریک کړي.

د چین حکومت ادعا کوي چې په ووهان ښار کې په کرونا ویروس لومړني اخته شوي کسان د تېر کال په ډسمبر کې تشخیص شوي دي.

XS
SM
MD
LG