د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

پاکستان راتلونکې اوونۍ د کرونا ویروس ضد واکسین پیلوي


پاکستان کې یو شمېر روغتیايي رضاکاران د چین د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو په تمه.
پاکستان کې یو شمېر روغتیايي رضاکاران د چین د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو په تمه.

پاکستان د راتلونکې اوونۍ له پيله د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین پیلوي.

له کرونا سره د مبارزې د ادارې مسؤل اسد عمر پرون چهارشنبه دغه اعلان وکړ او ویې‌ویل، لومړني ګام کې به دا واکسین روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي.

له دې وړاندې چین ژمنه کړې وه چې له پاکستان سره به د کرونا واکسین د پنځو لکو دوزو مرسته کوي.

ټاکل شوې د همدې واکسین لومړنۍ بستې راتلونکې یکشنبه پاکستان ته ورسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چین له‌خوا د واکسینو دا مرسته د پیکېنګ ښه نیت یاد کړی دی.

قریشي ویلي، هیله لري چې چین به یو ملیون دوزه نور واکسین هم پاکستان ته صادر کړي.

پاکستان کې پرون چهارشنبه د کرونا ۱،۵۶۳ مثبتې پېښې وشوې او په همدې ورځ د ۷۴ کرونایي ناروغانو د مړینې راپور ورکړل شو.

تر اوسه څه باندې پنځه لکه او ۳۰ زره پاکستانیان په کرونا اخته شوي او له دې کبله نږدې ۱۱ نیم زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG