د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن لوړه وکړه

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي. د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

جو بایډن نن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

له ښاغلي بایډن مخکې د هغې مرستیالې کماله هارېس لوړه وکړه.

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي.

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې پخواني ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او بارک اوباما هم ګډون درلود.

په پلازمېنه واشنګتن ډي. سي کې د لوړې د مراسمو د امنیت لپاره زرګونه عسکر ځای پر ځای شوي دي.

امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ په شپږمه د مظاهرو پر مهال خلک د کانګرس په ودانۍ ورننوتل.

د پولیسو او بریدګرو په نښتو کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

۲۱:۴۰ ۱.۱۱.۱۳۹۹

افغانان له جو بایډن څخه څه غواړي او څه هیلې ترې لري؟

جو بایډن د امریکا د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له یو شمیر افغانانو مو پوښتنه کړې چې د بایډن او د هغه له حکومت څخه څه غواړي او څه هیلې ترې لري؟

افغانان له جو بایډن څخه څه غواړي او څه هیلې ترې لري؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

۲۲:۰۹ ۱.۱۱.۱۳۹۹

بایډن ته قاضي القضات جان رابرت په کانګرس کې قسم ورکړ

جو بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له دې سره د ډونالډ ټرمپ د واک څلور کلنه دوره پای ته ورسېده.

۷۸کلن بایډن ته د امریکا د سترې محکمې قاضي القضات جان رابرت د کانګرس په انګړ کې قسم ورکړ.

بایډن د انجیل پر هغې نسخې قسم یاد کړ چې له ۱۸۹۳ کال راهیسې د ده له کورنۍ سره دی.

نوموړي په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کال کې هم د انجیل پر همدې نسخې هغه مهال قسم خوړولی و چې د امریکا د ولسمشر د مرستیال په توګه یې دنده پيلوله.

۲۳:۳۷ ۱.۱۱.۱۳۹۹

جوبایډن د لوړې له مراسمو وروسته: ډیموکراسي غالبه شوه

ولسمشر جوبایډن د لوړې له مراسمو وروسته
ولسمشر جوبایډن د لوړې له مراسمو وروسته

جوبایډن ته د امریکا د سترې محکمې قاضي القضات جان رابرټ د انجیل پر هغې نسخې لوړه یا قسم ورکړ چې له ۱۹مې پیړۍ را په دې خوا د ده له کورنۍ سره دی.

د بایډن تر لوړې مخکې د هغې لومړۍ مرستیالې کمالا هاریس لوړه وکړه او نوموړې لومړنۍ مېرمن او بیا لومړنۍ تور پوستې ده چې د لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ته رسیږي.

د لوړې دا مراسم د کرونا وبا تر سیوري او تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول.

بایډن له لوړې وروسته ولس ته په وینا کې وویل: "یووالي د مخته تګ یوازنۍ لاره ده" او زیاته یې کړه چې "ډیموکراسي غالبه شوه."

جو بایډن د امریکا د متحدو ایالاتو ۴۶م ولسمشر شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:11 0:00

بایډن وویل، دا د امریکا، ډیموکراسۍ، تاریخ، هیلو، نوي والي او حل لارو ورځ ده.

بایډن د امریکا له پولو بهر خلکو ته هم پيغام درلود او ويې ویل، له نورو ملتونو سره یووالی به بېرته ورغوي.

ده وویل: "موږ به بېرته یووالی ورغوو، له نړۍ سره به یو ځل بیا یوځای شو، نه یوازې د پرونیو ستونزو د حل په خاطر، بلکې د نن او سبا د ننګونو لپاره."

د لوړې په دغو مراسمو کې ډونالډ ټرمپ ګډون نه و کړی. دا په تېرو ۱۵۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې مراسمو کې برخه نه اخلي.

دغو مراسمو کې د امریکا درېیو پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او بارک اوباما ګډون کړی وو.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هم ګډون کړی و
د بایډن د لوړې په مراسمو کې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هم ګډون کړی و

د امریکا بل پخوانی ولسمشر جیمي کارتر چې ۹۶ کاله عمر لري، نه دی توانیدلی چې دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د ټرمپ لومړي مرستیال مایک پنس او یو شمېر نورو جمهوري پال قانون جوړونکي بیا د لوړې مراسمو کې حاضر وو.

ټرمپ پرون د امریکا په وخت سهار ۸ او ۱۵ دقیقې له سپینې ماڼۍ ووت او په یوې هليکوپټره کې هغو مراسمو ته ولاړ چې د ده د خدای پاماني په هدف جوړ شوي وو.

ټرمپ که څه هم خپلو خبرو کې د جوبایډن نوم یاد نه کړ، خو نوې ادارې ته یې د ښو چارو هیله وښوده.

ټرمپ سپینې ماڼۍ سره خدای پاماني وکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

ده ویلي:" د پام وړ کارونو بنسټ یې تر شا پریښی دی."

د خدای پامانۍ له مراسمو وروسته ټرمپ، مېرمن او د کورنۍ نورغړي یې د هوایي ځواک په الوتکه کې فلورېډا ته ولېږدول شول چې هلته بېرته د امریکا د یوه ځانګړي اوسېدونکي په توګه خپل ژوند پيل کړي.

۲۳:۴۵ ۱.۱۱.۱۳۹۹

جوبایډن د امریکا د متحدو ایالاتو د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

بایډن د پنځوس کلونو سیاسي هلوځلو او ګڼو زیارونو څخه وروسته بالاخره وکولی شول چې د خپل هېواد د واک تر ټولو لوړې څوکۍ ته ځان ورسوي.

د دې لپاره چې بایډن نور هم وپېژنئ، دا ویډیويي راپور وګورئ:

جو بایډن د امریکا د متحدو ایالاتو ۴۶م ولسمشر شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:11 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG