د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن لوړه وکړه

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي. د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

جو بایډن نن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

له ښاغلي بایډن مخکې د هغې مرستیالې کماله هارېس لوړه وکړه.

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي.

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې پخواني ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او بارک اوباما هم ګډون درلود.

په پلازمېنه واشنګتن ډي. سي کې د لوړې د مراسمو د امنیت لپاره زرګونه عسکر ځای پر ځای شوي دي.

امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ په شپږمه د مظاهرو پر مهال خلک د کانګرس په ودانۍ ورننوتل.

د پولیسو او بریدګرو په نښتو کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

۰۰:۳۸ ۲.۱۱.۱۳۹۹

افغان چارواکو د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته د مبارکۍ پیغامونو کې څه ویلي؟

د افغانستان ولسمشر د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته د کار د پيل مبارکي ورکړې
د افغانستان ولسمشر د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته د کار د پيل مبارکي ورکړې

جوبایډن تر لوړې وروسته خبرو کې که څه هم د افغانستان په اړه څه ونه ویل، خو د ولسمشر په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو هغه ته د دندې د پيل مبارکي ورکړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې سختو شېبو کې افغانستان له خپل اصلي شریک- متحدو ایالتونو سره چې د سولې لپاره یې د ملګرتیا د بیا جوړولو هڅې او د ترهګرۍ له څو اړخیزو ستونزو سره نوې مبارزه پيل کړې، څنګ په څنګ دریږي.

ښاغلي غني پرون مازدیګر په ارګ کې د امریکا له شارژدافیر راس وېلسن او د ناټو له قوماندان سکاټ مېلر سره هم لیده کاته کړي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دې خبرو کې د افغانستان او د امریکا د نوې ادارې پر اړیکو مفصل بحثونه شوي دي.

د بایډن د کار له پيله یوه ورځ مخکې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د هغه نوماند وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه به له سره ارزوي.

بلېنکن د امریکا د سنا جرګې غړو ته ویلي، غواړي پوه شي چې دې تړون کې د څه په اړه خبرې شوي دي؟

دی زیاتوي، که د دې هوکړې له لارې تېرې لاسته راوړنې خوندي نه‌شي، هېڅ پایله به ونه‌لري.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ښاغلي بایډن او د هغې لومړۍ مرستیالې کمالا هارېس ته مبارکي ورکړې.

ښاغلي عبدالله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هیله مند دی چې له خپلو امریکایي ملګرو سره به پر سولې، ثبات، بشري حقونو او د ټولو لپاره په سوکالۍ کار وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم که څه هم د بایډن د لوړې په تړاو تر بېګا ناوخته څه نه و ویلي، خو په دې اړه یې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "بایډن ویلي چې د افغانستان جګړه به ختموي او خپل عسکر به باسي."

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم

بایډن داسې مهال سپینې ماڼۍ ته راغلی چې افغانستان کې یې د ځواکونو حضور نژدې شل کلن شو.

په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ۲۵۰۰ ته رسولی دی.

لا هم معلومه نه ده چې امریکا به له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د هوکړې له مخې له افغانستانه روان کال خپل ټول سرتیري وباسي او که نه؟ خو جوبایډن د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ویلي و، که بریالی شي، افغانستان او عراق کې یو شمېر سرتیري پریږدي.

XS
SM
MD
LG