د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن لوړه وکړه

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي. د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

جو بایډن نن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

له ښاغلي بایډن مخکې د هغې مرستیالې کماله هارېس لوړه وکړه.

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي.

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې پخواني ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او بارک اوباما هم ګډون درلود.

په پلازمېنه واشنګتن ډي. سي کې د لوړې د مراسمو د امنیت لپاره زرګونه عسکر ځای پر ځای شوي دي.

امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ په شپږمه د مظاهرو پر مهال خلک د کانګرس په ودانۍ ورننوتل.

د پولیسو او بریدګرو په نښتو کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

۲۰:۳۶ ۱.۱۱.۱۳۹۹

کړوخېل: د امریکا نوی حکومت باید د طالبانو سره د هوکړې پر جزئیاتو پوه شي

د افغانستان د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل
د افغانستان د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل

انټوني بلېنکین چې د بایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی، وایي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرکال د فبروۍ د ۲۹ مې موافقه به له سره وارزوي.

ښاغلي بلېنکن چې د سې شنبې په ورځ یې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یوې استماعیه غونډې ته څرګندونې کولې وویل، غواړي پوه شي په دغه موافقه کې د څه په اړه خبرې شوي؟

په عین حال کې جنرال لوېډ اسټین چې د بایډن له خوا د دفاع وزارت ته نومول شوی، دغې استماعیه غونډې ته ویلي چې د افغانستان جګړه باید پای ته ورسول شي او باید یوه هوکړه وشي، خو دا ډاډ هم باید هم تر لاسه شي چې نور د افغانستان له خاورې د امریکا امنیت ته ګواښ نه دی متوجه.

منتخب ولسمشر جوبایډن داسې مهال خپله دوره پیلوي چې د افغانستان جګړې او د سولې پروسه یوې حساسې مرحلې ته داخله شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري په دې اړه د افغانستان د ولسي جرګې له غړې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې او لومړی یې په دې اړه چې د بایډن د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند ویلي چې له طالبانو سره به شوې موافقه له سره وارزوي، ایا دا به یوه عادي پروسه چې نوې اداره یې کوي او که به د دغې موافقې برخلیک معلوم کړي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00
مستقیم لېنک


۲۱:۲۶ ۱.۱۱.۱۳۹۹
کماله هاریس
کماله هاریس

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن مرستیالې کماله هارېس د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

۲۱:۳۳ ۱.۱۱.۱۳۹۹

جو بایډن به په خپلو ۱۰۰ لومړنیو کاري ورځو کې کوم کارونه وکړي؟

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه د جنوري ۲۰مه لوړه کوي، دی به د امریکا متحده ایالاتو ۴۶م ولسمشر وي.

ښاغلي بايډن ۱.۹ تریلیونه ډالر اقتصادي پلان اعلان کړی دی چې کرونا ویروس ځپلی دغه هېواد تر یوې اندازې بېرته په خپلو پښو ودروي.

د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې نږدې ۴۰۰ زره کسان مړه شوي او ملیونونه نور په دغه ویروس اخته دي.

ښاغلي بایډن دا اقتصادي پلان تېره اوونۍ اعلان کړ چې د اقلیم د بدلون څخه نیولې د رایې اچونې، د حقوقو او مهاجرت د سیستم د اصلاحاتو پورې مسایل په‌کې شامل دي.

د جو بایډن ټیم وايي چې «دا پلان ډېر لوړ دی، خو عملي کېدونکی» دی. دا پلان به داسې مهال کانګرس ته وړاندې کېږي چې ټاکل شوې په سنا کې به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح بهیر او محکمه هم روانه وي.

په امریکا کې د هر نوي ولسمشر د کار اندازه له دې معلومېږي چې هغه په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې څه کړي دي؟

ځیني کارپوهان په دې باور دي چې ښاغلی بایډن ژمن دی چې په لومړیو ورځو کې به د خپلې کاري اجنډا غټه برخه کانګرس ته وړاندې کوي.

د ښاغلي بایډن دا پلان ډېر پراخ دی ځکه چې هم صحي برخه او هم اقتصادي ننګونې رانغاړي.

  • بهرنۍ تګلاره

جو بایډن له شااوخوا ۳۶ کلونو راهیسې په سیاست کې دی او ډېره برخه‌یې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې په کار کولو تېره کړې ده.

بایډن ویلي و چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه‌لوړوي چې تر ۴۰۰ زره ډالرو کم عاید لري.
بایډن ویلي و چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه‌لوړوي چې تر ۴۰۰ زره ډالرو کم عاید لري.

هغه په خپلو انتخاباتي غونډو کې ژمنه کړې وه چې له هغو ائتلافونو او هېوادونو سره به اړیکې بېرته رغوي چې د ده په خبره د ولسمشر ټرمپ منزوي کوونکې اجنډا له کبله پردي شوي.

هغه همدا راز ژمنه کړې چې یوه نړیواله غونډه به رابولي چې د فساد او افراطي ملتپالنې سره په مبارزې تمرکز وکړي.

  • اقلیمي بدلون

ښاغلي بایډن داسې اشارې ورکړي چې د پاریس د اقلیم بدلون په تړون کې به بېرته یوځای کېږي او داسې اقدام به کوي چې امریکا یو ځل بیا د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې د رهبرۍ رول ولوبوي.

هغه به د ولسمشر ټرمپ هغه مقررات هم ختموي چې د فوسیل د سونګ توګو استخراج او سوځول‌یې اسانه کړي وو.

  • مالیات

د ښاغلي بایډن په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به بل مهم کار دا وي چې هغه به په پانګوالو او سوداګرو باندې مالیه لوړوي.

د ولسمشر ټرمپ په وخت کې په سوداګرو باندې مالیه له ۳۵ څخه ۲۱ فیصدو ته راکمه شوې وه.

هغه ژمنه کړې ده چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه‌لوړوي چې تر ۴۰۰ زره ډالرو کم عاید لري.

ښاغلی بایډن به دغه‌راز د اوږد مهال لپاره به د زېربنايي کارونو لپاره د دوو تریلیون ډالرو او په خاص ډول د سړکونو او پلونو د جوړولو لپاره طرحه وړاندې کړي.‌

۲۱:۳۶ ۱.۱۱.۱۳۹۹
جوبایډن لوړه وکړه
جوبایډن لوړه وکړه

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG