د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لوړې پر مهال

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن لوړه وکړه

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي. د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

جو بایډن نن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

له ښاغلي بایډن مخکې د هغې مرستیالې کماله هارېس لوړه وکړه.

۷۸ کلن بایډن تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي.

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډونالد ټرمپ ګډون نه‌و کړی، خو د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس حضور درلود. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې پخواني ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او بارک اوباما هم ګډون درلود.

په پلازمېنه واشنګتن ډي. سي کې د لوړې د مراسمو د امنیت لپاره زرګونه عسکر ځای پر ځای شوي دي.

امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ په شپږمه د مظاهرو پر مهال خلک د کانګرس په ودانۍ ورننوتل.

د پولیسو او بریدګرو په نښتو کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

۱۲:۰۸ ۱.۱۱.۱۳۹۹

کماله هارېس څوک ده؟

کماله هارېس
کماله هارېس

کماله هارېس، لومړنۍ هندي-افریقايي ټبرې ده چې د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه د وفادارۍ لوړه کوي.

هغه څوک ده او کوم سیاسي او ټولنیز کارونه‌یې کړي دي؟

کماله هارېس وايي: "زموږ د ولسواکۍ پالنه مبارزه غواړي. باید قرباني ورکړو، خو دا خوندَور څه هم دي. پرمختګ په دې خاطر دی چې موږ خلک د دې ځواک لرو چې راتلونکی بهتره کړو."

کماله هارېس ۵۶ کلنه ده. هغې په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا سنا ته لاره وموندله. مور یې هندۍ او پلار یې جاماییکايي دی.

مور یې شیملا ګوپالا په بریتانوي هند کې زېږېدلې وه او ژیولوژیسته وه. هغه د لوړو زده‌کړو لپاره امریکا ته ولاړه او د بیرکلي پوهنتون کې یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې وې.

یو شمېر هندي ټبرو د کماله هارېس بریا ولمانځله.

د کماله پلار ډونالد هارېس هم په ۱۹۶۱ م کال کې له جاماییکا څخه کالیفورنیا ته ولاړ او په همدې پوهنتون کې د اقتصاد محصل او وروسته په ستانفورډ پوهنتون کې استاد شو.

مخکې له دې چې کماله هارېس د امریکا د سنا غړې شي، ۲۵ کاله‌یې په کالیفورنیا کې د څارنوالې په توګه کار وکړ تر هغې چې د دې ایالت لویه څارنواله شوه.

د ۲۰۲۰ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هغه د ډیموکرات جو بایدن د مرستیالې په توګه رامخې ته شوه. د نومبر د میاشتې د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې له بریا وروسته هغې په یوه غونډه کې خپلو ملاتړو ته وویل: "هره وړه نجلۍ چې موږ ویني، ګوري چې امریکا د فرصتونو هېواد دی. د خپلو اولادونو جنسیت ته له پام پرته وایم چې زموږ هېواد تاسو ته یو روښانه پیغام لري؛ له لوړو هیلو سره ارمانونه ولرئ. خپل ګامونه په ټینګ هوډ تعقیب کړئ او خپل ځان پر یو داسې لاره کې وګورئ چې نور ښايي په اسانه ورونه‌رسېږي، ځکه مخکې یې هېڅکله د هغې تصور نه‌دی کړی. خو په دې پوه شئ چې موږ به په دې لاره ستاسو د هر ګام ستاینه وکړو."

کماله هارېس

کماله هارېس په وروستیو کلونو کې د ډیموکرات ګوند له مخکښو سیاستوالو څخه وه. هغې په د ۲۰۲۰ م کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په ګوندي ټاکنو کې هم ځان کاندید کړ، خو دا چې زیات ملاتړ یې راخپل نه‌کړای شو له سیالۍ ووتله.

کماله په سانسکریت کې د یو ګل نوم دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي سره له چې په څرګنده‌یې د ډونالد ټرمپ ستاینه کوله، له ځنډ پرته‌یې د کماله د بریالیتوب مبارکي ورکړه او په خپل ټویټ کې یې ولیکل چې دا بریا د ټولو هندي ټبرو امریکایانو لپاره لوی ویاړ دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د جاماییکا صدراعظم هم د کماله هارېس بریا د دې هېواد او سیمې ویاړ وباله.

اندریو هولنیز ویلي، کماله هارېس لومړنۍ ښځه ده چې په امریکا کې د ولسمشر د مرستیالې په توګه انتخابېږي او دا چې پلرنی ټاټوبی یې جاماییکا ده، دا خبره د دې هېواد خلکو ته ویاړ دی.

کماله هارېس د ټرمپ او د هغه د ادارې له سر سختو منتقدانو څخه وه او په سنا کې د خپل جدي دریځ په لرلو پېژندل کېده.

جو بایډن چې د لوړې پر مهال ۷۸ کلن دی، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر عمر لرونکی ولسمشر ګڼل کېږي. هغه تر اوسه نه‌دي ویلي چې په ۲۰۲۴ م کال کې د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره کاندیدېږي کنه.

که بایډن د بلې دورې لپاره کاندید نه‌شي ښايي، لاره کماله هارېس ته پرانیستل شي چې څلور کاله وروسته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدې په توګه ګډون وکړي.

۱۳:۳۸ ۱.۱۱.۱۳۹۹

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن نن لوړه کوي


د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به نن د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

ټاکل شوې ده د لوړې مراسم د امریکا پر وخت د غرمې خوا ته د کانګرس د ودانۍ مخې ته په کلکو امنیتي تدابیرو کې جوړ شي.

۷۸ کلن جو بایډن به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د لوی عمر ولسمشر وي.

ویل کېږي چې د لوړې مراسم به د پخواني دود له مخې جوړ شي، خو د ځینو دلایلو له کبله به دا مراسم له مخکېنیو بېل وي.

دا ځکه چې په واشنګټن ډي سي کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر محدودیت وضع شوی او په همدې حال کې د جنورۍ د شپږمې تر پېښې وروسته اندېښنې لا هم شته.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ هجوم وروړی وو او په هغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي وو.

پر کانګرس ماڼۍ د ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل

د جو بایډن د لوړې د مراسمو شعار (یو مټی امریکا) دی. جو بایډن به د ولسمشر او کماله هارېس به د ده د مرستیال ولسمشرې په توګه لوړه وکړي. بایډن به خپلو هېوادوالو ته وینا وکړي او وروسته به په یوه ټلوېزیوني غونډه کې ګډون وکړي چې نوم‌یې "د امریکا لمانځل" دی.

د پخواني دود له مخې تمه ده چې د کانګرس غړي او پخواني ژوندي ولسمشران او لومړۍ مېرمنې به په دغو مراسمو کې حضور ولري. ټاکل شوې ده بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، بل کلېنټن او لومړۍ مېرمنې میشل اوباما، لارا بوش او هېلري کلېنټن دغو مراسمو ته ورشي. پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د ۹۶ کالو دی او ویلي یې دي چې دغو مراسمو ته نه‌شي ورتلی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ده ترڅنګ به تلونکی ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دغو مراسمو کې نه‌وي.

ټرمپ مخکې ویلي چې دی نه‌غواړي په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. دا به له ۱۸۶۹ م کال راهیسې یعنې په ۱۵۲ کلونو کې لومړی ولسمشر وي چې د راتلونکي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې به حضور نه‌لري.

د ډونالد ټرمپ مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې دی به په مراسمو کې ګډون کوي. د ده ترڅنګ یو شمېر نور جمهوري غوښتونکي هم دغو مراسمو ته ورځي.

د امریکا په تاریخ کې به دا ورځ ځکه هم مهمه وي چې د لومړي ځل لپاره به یوه ښځه او داسې کس چې سپین پوستې نه‌ده، د مرستیال ولسمشرې په توګه لوړه وکړي.

۵۶ کلنه کماله هارېس د کالیفورنیا ایالت مخکېنۍ لویه څارنواله ده.

د امریکا نوې مرستیال ولسمشره کماله هارېس

د لوړې د مراسمو په درشل کې بایډن او هارېس د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو څلورو لکو امریکایانو د درناوي په پار په مراسمو کې ګډون وکړ.

۱۵:۳۷ ۱.۱۱.۱۳۹۹
د اروپایې شورا مشرچارلز مېشل
د اروپایې شورا مشرچارلز مېشل

د اروپایې شورا مشر وایي، نن امریکا د خپلې ډیموکراسۍ ځواک ثابت کړ.

چارلز مېشل نن چهارشنبه اروپایې پارلمان ته په وینا کې هیله وښوده چې په امریکا کې د واک د لېږد چاره په سوله ییز ډول ترسره شي.

نوموړي د نړۍ په ثبات کې د اروپا رغنده رول ته په اشارې وویل چې د خپلو ګټو د دفاع او د ارزښتونو د پراختیا لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده چې دا کار د ده په وینا د امریکا په څېر د یوه پیاوړي متحد لاس نیوی غواړي.

مېشل په دې برخه کې د پنځو لومړیتوبونو یادونه وکړه: "موږ باید پر پنځو لومړیتوبونو کار وکړو: "لومړی، د دوه اړخېزو همکاریو پیاوړتیا.

  • دوهم، له کوویډ- ۱۹ ناروغۍ سره مبارزه.
  • درېیم، د چاپیریالي بدلون سره مقابله.
  • څلورم، د خپلو اقتصادونو بیارغول او د سوداګرۍ ډاډمنول.
  • پنځم د امنیت او سولې لپاره د ځواکونو یوځای کول. دا به آسانه کار نه وي، خو په ګډه پر دې ستونزو برلاسي کیدای شو."

د اروپایي شورا مشر په تېرو څلورو کلونو کې د اروپا او امریکا اړیکې دردوونکې وبللې.

۲۰:۱۵ ۱.۱۱.۱۳۹۹

له سپینې ماڼۍ سره د ټرمپ مخه ښه: بېرته به راوګرځو

د ډونالډ ټرمپ د مخه ښې مراسم
د ډونالډ ټرمپ د مخه ښې مراسم


د ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست څلور کلنه دوره پای ته ورسېده.ښاغلی ټرمپ نن د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰مه د امریکا د جمهور رئیس په ځانګړې الوتکه (ایرفورس۱) کې له واشنګټن ډي سي څخه د فلوریدا ایالت په لور پرواز وکړ.

د ښاغلي ټرمپ د تګ پر وخت د مریلنډ ایالت په اندریو هوایي اډه کې د مخه ښې مراسم په پوځي تشریفاتو، د هغه د کورنۍ د غړو او لږ شمېر مېلمنو په ګډون ترسره شول.

ښاغلي ټرمپ په دغو مراسمو ته وینا کې یو ځل بیا د امریکا د اقتصادي ودې، د کرونا ویروس سره مبارزې، په څه کم یو کال کې د کرونا ویروس ضد واکسین تولید او د امریکا د پوځي او دفاعي ځواکونو غښتلي کول د خپل حکومت د کاري دورې لاسته راوړنې یادې کړې.

فلوریدا ایالت ته د ښاغلي ټرمپ د الوتکې له رسېدو سره هم‌مهاله، د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن د کانګرس په انګړ کې د لوړې مراسمو کې ګډون کوي؛ هغه مراسم چې ښاغلی ټرمپ په‌کې ګډون نه‌کوي.

تر اوسه د ښاغلي ټرمپ د سیاسي فعالیت راتلونکی څرګند نه‌دی، خو هغه د سې شنبې په ورځ د مخه ښې په یو پیغام کې وویل: "غواړم پوه شئ "

ټرمپ وايي،هغه غورځنګ چې موږ پیل کړی، تازه په پیل کې دی. .
ټرمپ وايي،هغه غورځنګ چې موږ پیل کړی، تازه په پیل کې دی. .

د جمهور رئیس په توګه د ښاغلي ټرمپ کار په داسې حال کې پای ته رسېږي چې د هغه نوم د یو داسې جمهور رئیس په توګه چې دوه ځلي استیضاح شوی د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې ثبت شوی او لاهم د امریکا په سنا کې "د بلواګرو د تحریک کولو" په تور د هغه د محاکمې لپاره نېټه نه‌ده ټاکل شوې.

پر کانګرس باندې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو د دوه اوونۍ مخکې یرغل ته په اشارې ښاغلي ټرمپ د سې شنبې د ورځې په وینا کې وویل چې دغه پېښې د امریکا خلک "وډارول" او په وینا یې سیاسي تاوتریخوالی "هېڅکله نه‌شي زغمل کېدای."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG