د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

اشرف غني: که تښتول شوی عبدالرؤف ازاد نه‌شي، د بلخ ټول مسؤلین لیرې کوم


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، که بلخ کې تښتول شوی نهه کلن ماشوم ازاد نه‌شي، د دغه ولایت ټول لوړپوړي مسؤلین به له دندو لیرې کړي.

د ولسمشر ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي غني دغه خبره پرون شنبه په یوه مکتوب کې د ملي امنیت شورا ته کړې ده.

ولسمشر د بلخ محلي چارواکو ته دا ګواښ وروسته تر هغه کوي چې دغه ولایت کې د تښتول شوي نهه کلن ماشوم پلار ویلي، که حکومت‌یې د زوی په ژغورلو کې پاته راشي، له طالبانو به مرسته وغواړي.

د عبدالرؤف په نوم دغه ماشوم شاوخوا درې میاشتې وړاندې په بلخ کې هغه مهال وتښتول شو چې ښوونځي ته پر لاره و.

د ده پلار او خپل خپلوانو یې له څه مودې راهیسې د بلخ ولایت مخې ته د اعتراض خېمه درولې ده او په څو شمالي ولایتونو کې یې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG