د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

کابل کې چاودنې د ۲ ډاکټرانو په ګډون ۴ تنه ووژل


کابل کې چاودنې د ۲ ډاکټرانو په ګډون ۴ تنه ووژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00
د کابل ښار په دوغ اباد سیمه کې چاودنې د دوو ډاکټرانو په ګډون څلور تنه ووژل.

د زندانونو د تنظیم د چارو اداره وایي، دې چاودنې د زندانونو د چارو د سرپرستې ډاکټرې نظیفې ابراهیمي په ګډون د زندانونو د کرونا ویروس د معایناتو د برخې ډاکټره سونا وژلې ده.

د زندانونو د کرونا ویروس د معایناتو د برخې بله ډاکټره، سویتا په دې پېښه کې سخته ټپي شوې ده.

په دې چاودنه کې چې سهار اووه نیمې بجې د کابل د اوومې ناحیې د دوغ اباد په سیمه کې د دې ډاکټرانو پر موټر وشوه، د زندانونو د روزنیز مرکز د روغتیایي چارو مرستیال عبدالمتین او د دوی موټر چلوونکي هم ساه ورکړې ده.
XS
SM
MD
LG