د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

ولې افغان حکومت په کور دننه د سولې د خبرو په دوام ټینګار کوي؟


د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ بل پړاو خبرې به په خپل وخت یعنې د جنوري په پنځمه پیلیږي خو د ځای په اړه به یې دواړه لوري توافق کوي.

د افغان ولسمشرپه ګډون یو شمېر جګ پوړو چارواکو ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو بل پړاو چې پر اجنډا به متمرکز وي، باید د افغانستان د خاورې دننه ترسره شي.

خود اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې طالبان په دوحه کې چې د دې ډلې سیاسي دفتر دی او تر اوسه له امریکا او د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوو سره خبرې په کې ترسره شوي، د خبرو په دوام ټینګار کوي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د خبرو تېر اوږده دور ته په پام، ولې د افغانستان حکومت د دې هېواد په دننه کې د خبرو په دوام ټینګار کوي؟ ایا دا مسله به دا خبرې لا پیچلې او ځنډنۍ نه کړي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG