د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندي کې افغان لوبډله نشته


افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

د کرکټ نړیوالې شورا یو ځل بیا د ټېسټ لوبو درجه بندي خپره کړې ده.

د راپورونو له مخې د ټېسټ لوبو د لوبډلو برخه کې اسټرالیا لومړی، نیوزیلېنډ دویم، هندوستان درېیم، انګلستان څلورم، سریلانکا پنځم، سویلي افریقا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، بنګله دېش نهم او زِمبابوې لسم ځای نیولی دی.

د ټېسټ لوبو په لسو غوره لوبغاړو او لوبډلو کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو نومونه نشته.

افغان لوبډلې ډېر وخت کېږي چې ټېسټ لوبې نه دي کړي، لومړۍ ټېسټ لوبه کې یې له هندوستان په ۲۰۱۸ میلادي کې ماته خوړلې وه، ورپسې یې له ایرلېنډه ټېسټ لوبه وګټله، بیا له بنګله دېش څخه يې هم یوازینۍ ټېسټ لوبه وګټله.

له دې وروسته یې له ویسټ انډیز څخه په ټېسټ لوبه کې ماته وخوړه.

ښایي په دې درجه بندۍ کې میاشت وروسته یو ځل بیا بدلون راشي.

XS
SM
MD
LG