د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

کرکټ؛ پاکستانی لوبغاړی بابراعظم د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شو 


پاکستانی لوبغاړی بابراعظم
پاکستانی لوبغاړی بابراعظم

د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی بابر اعظم د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شو.

د پاکستان ملي ټیم کپتان بابر اعظم د نېټ سیشن/ شبکې ناستې په جریان کې ټپي شوی او له همدې امله ورته د ۱۲ ورځو ارام کولو سپارښتنه شوې ده.

تردې وړاندې د پاکستان ملي ټیم اوپنر امام الحق هم د څلور ورځو لپاره د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شوی و.

امام الحق هغه مهال ټپي شو کله چې د تمرین پر مهال یې د توپ ګوزار د کیڼ لاس په ګوتې ولګېده.

د بابر اعظم او امام الحق سربیره، شاداب خان هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې لوبه وکړي.

XS
SM
MD
LG