د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د امیني کورنۍ: د "فردین امیني" د مرګ په اړه دې څېړنې وشي


فردين اميني
فردين اميني

د جمهوري ریاست لوموړي مرستیال امرالله وايي، د فردین امیني قتل تروریستي پېښه نه وه.

ښاغلی صالح پر خپل فيس بوک پاڼه د مرحوم اميني د کورنۍ د څېړنې حق غوښتنې ټینګار ته لیکي، که چېرې دوی د موضوع په مرموز والي تاکید لري، پولیس مجبورېږي، چې د ښځو په ګډون د فردین امیني د کورنۍ ټول غړي تحقیق ته احضار کړي.

خو د ښاغلي اميني کورنۍ وايي، ښاغلي نوموړی وژل شوی او ټینګار کوي، چې باید د مرګ څرنګوالی یې په جدي توګه وڅېړل شي.

د اریانا نیوز ټلویزیون د سیاسي پروګرامونو د ویاند کورنۍ د هغه د مرګ د څېړنو غوښتونکې شوه.

د اریانا نیوز ټلویزیون د سیاسي پروګرمونو ویاند له مرګ یوه ورځ وروسته د نوموړي کورنۍ وايي، ښاغلي اميني وژل شوی او ټینګار کوي، چې باید د مرګ څرنګوالی یې په جدي توګه وڅېړل شي.

د فردین امیني تره شیراحمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې له پلار سره د امیني وروستۍ اړیکې ښکاره کوي، چې تر ګواښ لاندې و.

هغه زياتوي: "له ماسره یې په اړیکه کې وویل، چې زه خبرې نه شم کړای، تر فشار لاندې یم، ټيلفون پرې کېږي او اجازه یې نه ورکوله، له پلار سره په وروستۍ اړیکه کې ویلي و، زه ونیول شوم، وروسته فون قطع شو، قضیه د قتل ده، بله هېڅ مسئله نه ده، دا قضیه باید جدي وڅېړل شي او تعقیب شي."

په ورته وخت کې له خبریالانو د دفاع بنسټونه د ښاغلي اميني د قتل د څېړنې غوښتنه کوي.

مجيب خلوتګر
مجيب خلوتګر

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ(نی) اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وويل: "زموږ له نظره دا مسئله شکمنه او له اندازې زیاته مبهمه ده، باید په جدي ډول وڅېړل شي، له څېړنې وروسته باید عدليي او قضايي همداشان امنیتي بنسټونه دې نظر څرګند کړي، د کورنیو چارو وزارت نظر عجل او له وخت مخکې و، که دا قضیه دوام پيدا کړي، که دا تروریستي عمل هم وي، موږ حکومت مسئول ګڼو."
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، چې ښاغلي امیني«په تېرې تېږې» خپله غاړه پرې کړې او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
په ورته وخت کې د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چې فردین امیني ځانوژنه کړې، د دې موضوع فني څېړنې روانې دي، څو عاملین او د موضوع څرنګوالی روښانه شي.
تېره ورځ د فردین امیني مرګ خبر داسې مهال خپور شو، چې له دې یوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلویزیون ویانده مېرمن ملاله میوند له موټر چلونکي سره په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه.
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخېل ويلي، چې د ملالې ميوند قاتلين نيول شوي.

XS
SM
MD
LG