د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

عبدالله: دوحه کې د سولې د خبرو پر اجنډا دواړه لوري جدي بحثونه پیلوي


د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د دوهم پړاو خبرې اوږدې، خو د یوه باثباته افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکي یاد کړې.

ښاغلي عبدالله چې نن سې شنبه(د لېندۍ ۱۸مه) یې د سولې، رسنیو او مدني ټولنو په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، په دې پړاو کې به د چهارشنبې له ورځې جدي بحثونه پیل شي.

دی وايي: "یوه بشپړه او تفصیلي اجنډا موږ لرو، همدا ډول یوه مفصله اجنډا د طالبانو د پلاوي له خوا ده. هغوی غواړي چې یو شمېر نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي، ولې موږ غواړو چې ځینو نورو مسایلو ته لومړی ولاړ شو، مګر له دې ټولو باید موخه سولې ته رسېدل وي."

د ملي مصالحي عالي شورا رئیس په اجنډا کې د رانغاړل شوېو موضوعاتو په اړه ډېر جزئیات نه ورکوي، خو اوربند په کې مهم ټکی یادوي چې په خبره یې ټول افغانان یې غوښتونکي دي.

د افغان سولې په تړاو د قطر د غونډې یوه څنډه
د افغان سولې په تړاو د قطر د غونډې یوه څنډه

ښاغلی عبدالله وايي چې د اوربند غوښتنه باید د افغان حکومت ضعف و نه ګڼل شي، ځکه دا غوښتنه یوازې د وینې توییدنې د مخنیوي او د یوه مسوولیت پر بنسټ، مطرح کېږي.

که څه هم په دوحه کېد افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو غړي په اجنډا کې رانغاړل شوي موضوعات نه رسنیز کوي، خو د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړي د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د طالبانو له‌خوا د اجنډا ۲۲ ماده‌ییز نوم‌لړ سپارل شوی دی.

هغه څه چې مخکې هم رسنیو په دې اړه ویلي، خو طالبات بیا دا موضوع ردوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک د سې‌شنبې (د لېندۍ ۱۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل:"دا هسې اوازې دي، لکه د طرز العمل، تر اوسه بحثونه دوام لري، په دې اړه به وروسته معلومات وشي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو مرکچي پلاویو تر اوسه د اجنډا په اړه درې غونډې کړي، خو په غونډو کې د کېدونکو بحثونو په اړه یې ډېر جزئیات نه دي ورکړي او یوازې یې د بحثونو پایله ښه ارزولې ده.

له دې سره په خوا کې په افغانستان کې د ملي مصالحې عالي شورا د عمومي مجمع د جوړېدو چارې هم روانې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دې مجمع له جوړېدو وروسته به، د سولې په خبرو کې د کېدونکو بحثونو په اړه سلا مشورې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG